کندهار:مخابراتي خدمتونه خصوصي او پياوړي سويدي

د لراوبر اداره | جنوري 22nd, 2013


د کندهار د مخابراتو رئيس انجنير شاه محمد اسحاق وايي د تېرو ۷ کلونو راهيسي د مخابراتي برخي ټول تخنيکي مسووليت او خدمات خصوصي سوي، لکه ټليفونه، د پراکونسي تقسمات، انټرنيټ او داسي نور چي اوسمهال يې مخابرات رياست يوازي د نظارت او کنټرول چاري په غاړه لري.
نوموړي په مخابراتي برخه کي د ځينو نورو لاسته راوړنو تر څنګ په نوموړي رياست کي د پوسټخانې د تعمير او په لوړه کچه د پوسټخانې د فعاليت خبره ياده کړه، او يادونه يې وکړه، که څه هم د کندهار مرکزي پوسټخانې تر دې وړاندې هم فعاليت درلود خو هغه مهال يې نه کوم ځانګړی تعمير درلود او نه يې د اوس په پرتله فعاليت د شمېرني وړ و.
دی زياتوي چي څه موده وړاندي د کندهار د مرکزي پوستخوني لپاره تعمير د کندهار د مخابراتو رياست له انکشافي بودجې څخه د پينځه ويشت لکو افغانيو په ارزښت د ټولو تجهزاتو په درلودلو جوړ او ګټي اخيستنې ته چمتو سو، خو په ښار اوولسواليو کي يې د پوست د لېږد رالېږد د ستونزو په اړه څه ونه ويل .
ښاغلي اسحاق وويل، د بې راجسټره سيم کارټونو له امله د راپېښېدونکو ستونزو ته په پاملرنه مو په دې برخه کې زياتې لاسته راوړني درلودلي دي، تر دې وړاندې بې راجسټره سيم کارډونه په بې درېغه ډول په بازار کي خرڅېدل خو اوس دا هر څه کنټرول سوي، ټولو مخابراتي شرکتونو ته په جدي ډول ويل سوي چي د بې راجسټره سيمکارټونه وېش بايد په مطلق ډول بند سي.
د مخابراتو رئيس يادي غونډي ته د خبرو پر مهال په کندهار ښار کي د يوه شخصي ټليفوني دستګاه د کشف خبره هم ياده کړه او يادونه يې وکړه چي نوموړې دستګاه يې د ځينو کشفي مسوولو کسانو په مرسته د ځينو کسانو په ګډون په داسي حال کي کشف کړه چي له څه مودې راهيسي يې د ځينو رسمي شرکتونو له دستګاه وو او سيم کارډونو څخه په غير قانوني ډول پيسې غلا کولې.
ښاغلي اسحاق د ټليفوني دستګاه وو د پرمختګ تر څنګ د انټرنيټ په برخه کي هم د پخوا په پرتله د زيات پرمختګ يادونه وکړه، نوموړي وويل: ” اوسمهال موږ کندهار ښار په کچه دوولس داسې کېفېګاني لرو چي په پراخه کچه انټرنيټ توزيع کوي او په زرګونو عام خلک يې له انټرنيټي خدماتو ګټه اخلي، موږ هڅه کوو چي د کندهار ښار تر څنګ په ځينو ليرو پرتو سيمو کي هم د مخابراتي سيسټم سره سره انټرنيټي خدمات پيل کړو، دې موخې ته د رسېدو لپاره مو د کندهار په معروف، نېش، شاه ولي کوټ او ميانشين ولسواليو کي د افغان بېسيم انتنونه نصب کړي او په ښه ډول فعاليت ترسره کوي، چي تر څنګ يې موږ په همدې ولسواليو کي د انټرنيټي خدماتو د فعالېدو په اړه هم په هلو ځلو بوخت يو”.
د مخابراتو رئيس د خپلو خبرو پر مهال د ځينو نورو ليرو پرتو ولسواليو لکه رېګ، ښوراوک او غورک يادونه هم وکړه چي تر اوسه پکي مخابراتي سيسټم فعاليت نه لري، نوموړی وايي، د يادو ولسواليو اوسېدونکي ژمن دي چي د مخابراتي سيسټم له فعاليت سره سم به د انتنونو ساتنه کوي چي له کبله به يې په همدې ولسواليو کي هم ډېر ژر د مخابراتو رياست له خوا د افغان ټيليکام مخابراتي دستګاوي فعاليت پيل کړي.
ښاغلي اسحاق زياتوي چي د نوري فايبر په برخه کي له لاسته راوړنو يوه دا ده چي د پخوا په پرتله يې په بيه کي يو برابر کمښت راغلی او له کبله به يې په اقتصادي برخه کي عامو خلکو ته ګټه ورسېږي.
همدارنګه نوموړي يادونه وکړه چي د نوري فايبر لين له کندهار څخه لښکرګاه ښار ته د کندهار پي ارټي يا ولايتي بيارغوني ډلي په مالي مرسته غځول کېږي چي نږدې نيوي فيصده چاري يې بشپړي سوي او ډېر ژر به په فعاليت پيل وکړي چي له کبله به يې نظامي کسانو ته د انټرنيټ په برخه کي ډېر ګټور ثابت سي.

Copyright Larawbar 2007-2024