خوستيان په خپل ولايت کي بنسټيزي پروژې غواړي

د لراوبر اداره | جنوري 22nd, 2013


دخوست ولايت دمتون ،نادرشاه کوټ ،باک ،تڼيو ،سپيرې اويوشميرنورو ولسواليو په لسګونو اوسيدونکو ،ديني علماوو ،مخورو مشرانو ،ځوانانو ،معيوبينو اودسيمه ييزو شوراګانو غړي په دغه ولايت کي له حکومت او نړيوالي ټولني د بنسټيزو پروژو غوښتنه کوي ، دغو استازو د خوست والي عبدالجبارنعيمي سره دبېلابېلو ليدنوپرمهال ولسي ستونزې اودخپلو سيمو دحالاتو ،امنيت اوپرمختګونوپه اړه بشپړمعلومات شريک کړل.

په دغه پرلپسې ځانګړو ليدنو کې ديادوسيمو اوسيدونکو په خپل وارسره خبرې وکړى ،دوى اوسنۍ ولايتي اداره هغه بريالۍ اداره ياده کړې چې ددغه ولايت دبې وزله ،خلکو او ولسونو غوښتنې يې پرته له ځنډ اوخنډ څخه اوريدلي اودستونزو دهواري په برخه کې يې اساسي کړنې ترسره کړي دي ،دوى زياتوله چې دولايتي ادارې داغيزمنو کړنوپه پايله کې دامهال دخوست په مرکز او لرې پرتو سيمو کې مېشت قومونه دې ته تشويق شوي چې خپلې ستونزې دولايتي ادارې سره شريکې اودپرمختګ ،بيارغونې ،امنيت اوپوهنيز بدلون لپاره داساسي پروژو غوښتنه وکړي ،دوى وويل چې په خوست کې ټول قومونه په بشپړه توګه دخپلې ولايتي ادارې دکړنو څخه ملاتړ څرګندوي ،له مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه په دغه ولايت کې دهغه پروژې غوښتنه کوي چې دولسي ستونزو په هواري اودکاري فرصتونوپه ايجادکې اساسي مرسته کولى شي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په دغه ځانګړو ليدنو کې دټولو سيمو له اوسيدونکو مننه وکړه چې همېشه يې دسيمو حالت دخپلې ولايتي ادارې سره شريک کړى دي او ولايتي ادارې ته يې هغه وړانديزونه کړي چې دخوست دپرمختګ ،بيارغونې ،دښې حکومتدارۍ دبنسټونودپياوړتيا او دولتي حاکميت په ګټه ده.

ښاغلي نعيمي وويل چې له دولت سره ولسي همکاري په دغه ولايت کې دلازياتوپرمختګونو لپاره لاره هوارولى شي اودولسي همکارۍ په اساسي دټولوهغه ننګونو مخه نيول کيږي چې دخوست دپرمختګ اوبيارغونې مخه يې ډب کړې ده.

خوست والي په دغه ليدنو کې له ټولو وغوښتل چې دسولي اوملي پخلاينې دروانې پروسې دچټکتيا،دامن اوثبات دټينګښت ترڅنګ دځوانانو روزنې ته ځانګړې توجه وکړي ،ترڅو هغه بدمرغۍ پاى ته ورسيږي چې ددغه ولايت مظلوم خلک ورسره مخامخ دي،نوموړي داهم وويل چې ولايتي اداره په بشپړه توګه تلاښ کوي چې ټولوهغه غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې ګټه يې ددغه ولايت ټولو ولسونواو دولت ته رسيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024