کور / تازه خبرونه / د عمر حامع جومات سره د سيميټو مرسته وسوه

د عمر حامع جومات سره د سيميټو مرسته وسوه

وه کندهاري سوداګر د عمر جامع له رغوني سره ٦ زره ګونۍ سيمنټ مرسته وکړه
کندهار افغانستان- يوه کندهار ميشتي، کندهاري سوداګر په دې ولايت کي د عمر بن خطاب جامع جومات د رغوني لپاره شپږ زره ګونۍ سيمنټ اهدا کړل او په نورو برخو کي يې د کار کولو ژمنه وکړه.
دغه تاجر نن د يادي اندازې سيمنټو د مرستي ژمنه د کندهار ښاروال او کندهار والي سره وکړه او زياته يې کړه چي له دې خاطره غواړې ولايتي اداره په جريان کي واچوي څو په دې برخه کي درغلي ونه سي او ياد سوي سيمنټ يوازي او يوازي د جامع د کار لپاره استفاده سي.
ياد سوي کس چي نه غوښتل نوم يې ياد سي او يا يې هم تصوير خپور سي وويل، پلان لري چي د ښار څخه دباندي خپله يوه لويه ټوټه مځکه د پوهني رياست په واک کي ورکړي ترڅو هغوى پرې مکتب جوړ کړي او ددې سيمي ماشومان د تعليم په ګاڼه سمبال سي.
هغه زياته کړه چي تعليم وتربيه د هيوادونو د روښانه راتلونکي لپاره اساسي او ضروري عنصر دى او له دې خاطره غواړې چي تر نورو مخکي د پوهني په برخه کي مرسته وکړي.