کور / تازه خبرونه / هلمند : غزنى په ٢٠١٣ کال کي تر سرليک لاندي غونډه وسوه

هلمند : غزنى په ٢٠١٣ کال کي تر سرليک لاندي غونډه وسوه

هلمند : غزنى په ٢٠١٣ کال کي تر سرليک لاندي غونډه وسوه
نوموړې غونډه د سه شنبې په ورځ د هلمند ولايت مقام د عبدالرؤف بينوا په نوم د غونډوپه تالاركې چې د هلمند د والي مرستيال مسعود احمد بختورله غزني ولايت څخه راغلي پلاوي اود هلمند ولايت لسگونوفرهنگپالواوځوانانوگډون درلود.
په غونډه كې د هلمند د والي مرستيال مسعود احمد بختورد خپلې وينا پرمهال وويل چې غزني د هيواد يولرغونى ولايت دى چې په تاريخي كارنامويې نه يوازې د هلمند اوسيدونكي وياړي بلكې له هيواد څخه بهرافغانان هم ورباندې فخركوي.
نوموړي وويل چې د تاريخي سيموساتنه اويادونه د هرافغان دنده ده اوبايد په دې برخه كې نه ستړي كيدونكې هلې ځلې وكړي.
په دې غونډه كې له غزني څخه د راغلي پلاوي په مشرى اسدالله عزت د خپلوخبروپه ترڅ كې وويل چې غزني به د روان ۲۰۱۳ ميلادي كال كې د اسلامي تمدن د مركزپه نوم نومول كيږي چې په دې مراسموكې به نه يوازې د هيواد لوړپوړي چارواكي برخه ولري بلكې د يوشميربهرنيوهيوادونود لوړپوړوچارواكوبه هم كوربه وي.
د غونډې په ترڅ كې ځينې نوروگډونوالوهم د غزني په تاريخي اولرغوني اهميت اوږدې خبرې وكړې اوخپل نظريات يې سره شريك كړ