کور / خبرتیا او پيغامونه / د زرملوال پر مړينه د کلتوري ودي ټولني پيغام

د زرملوال پر مړينه د کلتوري ودي ټولني پيغام

خبر مو ترلاسه کړ، چې د هېواد پياوړي ټولنیز او علمي شخصيت غلام محمد زرملوال د ورپېښې ناروغۍ له امله فاني نړۍ د تل لپاره پرېښوده او ساه يې د حق څښتن ته وسپارله. انا لله و انا اليه راجعون.

ارواښاد غلام محمد زرملوال د افغان ولس په درد يو دردمن عالم و او خپل عمر يې د هېواد او ولس خدمت ته وقف کړی و. ارواښاد زرملوال د دې ترڅنګ چې تل يې د افغان غميزې د پای پر لارو چارو فکر کاوه، په نه ستړې کېدونکې توګه د ولس د بېدارۍ په موخه په بشپړ ملي مسووليت سره قلم چلاوه او په خپل ثمرناک ژوند کې يې ۴۴ مهم او ګټور کتابونه خپل ولس ته ډالۍ کړل. سره له دې چې ده له خپل هېواد څخه ډېر لرې د پردېسۍ شپې ورځې سبا کولې، خو هېڅ کله يې خپل هېواد او ولس نه و هېر کړی او په منظم ډول يې د ملي مسايلو په اړه خپل غږ پورته کاوه. دی په ټول ژوند کې د ملي مبارزې يو باثباته سرتېری و او هېڅکله يې له ملي سنګره پښه ونه ښويېده.

په داسې حالاتو کې چې لا هم افغان غميزه روانه ده او افغانستان د خپل تاريخ له ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي، د ارواښاد زرملوال په څېر د با احساسه او دردمنو ملي شخصيتونو له لاسه وتل د ټول افغان ولس لپاره يوه لويه ضايعه ده.

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه د ارواښاد زرملوال د مړيڼې له کبله د دوی کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته د غمرازۍ مراتب وړاندې کوي او په دې غم کې ځان شريک ګڼي.

په درنښت

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه