کور / تازه خبرونه / د اقتصاد رئيس: په کندهار کي٦٨فابريکې فعالي او ٦٨نوري به ډېر ژرفعالي سي

د اقتصاد رئيس: په کندهار کي٦٨فابريکې فعالي او ٦٨نوري به ډېر ژرفعالي سي

کندهار: دکند هارڅخه لراوبر ویب پاڼې ته په یوه لیک کي راغلي،چي دکندهار په صنعتي پارک کي ٦٨ فابرېکي چي بېلابېل توکي جوړوي اوسمهال فعاليت لري ،او ډېر ژر به ٦٨ نوري فابريکې هم په فعاليت پيل وکړي.
د کندهار د اقتصاد رئيس حاجي محمد رحيم رحيمي چي د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو اومعلوماتو په مرکز کي يې يوه جوړي سوي غونډي ته خبرې کولې وويل، اقتصاد رياست په دې هڅه دی چي په کندهار کي صنعتي برخي ته زياته توجه وسي تر څو له همدې لاري په اقتصادي برخه کي ستر مثبت بدلون رامنځته سي.
نوموړي له دې امله زياته خوښي وښوده چي اوسمهال په کندهار کي يو ځل بيا د بېلابېلو توکو لکه ګارډر، سيخان او داسې نورو بېلابېلو پلاستيکي توکو جوړونکي په ډېر ښه ډول فعاليت کوي.
ده زياته کړه چي تر دې وړاندي د يادو فابريکو مسوولينو د برېښنا د نه شتون له امله شکايت کاوه، خو وروسته د يوه اساسي پلان په توګه هغوی ته د يو ايس اې ای ډي په مالي لګښت څلورويشت ساعته برېښنا برابره سوې ده.
صنعتي پارک د کندهار ښار ته څېرمه په ښوراندام نومې سيمه کي ختيځ لور ته په څلورنيم زره جريبه مځکه کي جوړ دی چي اوسمهال پکي بېلابېل توکي تر جوړېدو وروسته کندهار ښار ته د خرڅېدو لپاره راوړل کېږي.
ښاغلي رحيمي يادي سوي غونډي ته د پرمختيايي پروژو په اړه د تشريحاتو ورکولو په توګه هم يادونه وکړه چي د تېر کال په اوږدو کي اقتصاد رياست ١٢٧٥ بېلابېلي پروژې لکه، خياطي، له معيوبينو سره هر اړخيزه مرسته، د کرهڼي په برخه کي له بزګرانو سره مرسته، په کندهار ښار کي د لس کيلوميتره سړک جوړېدل، په کندهار پوهنتون کي د کرهڼي او اقتصاد پوهنځي جوړېدل، د ملي امنيت او پوليسو لپاره په ځينو ولسواليو کي د اطاقونو جوړل او داسي نوري پرمختيايي پروژي درلودي چي ډېری يې بشپړي سوي او ځيني نوري يې لا هم د بشپړېدو په حال کي دي.