کور / تازه خبرونه / اروپایی اتحاد او د ایراني اخندانو له اټوم سره بازۍ

اروپایی اتحاد او د ایراني اخندانو له اټوم سره بازۍ

په داسي حال کي چي ایران د پنځه جمع یو سره د خپل اټومي پروګرام پر سر په مصر کي د مذاکراتو خبري کوي خو اروپايي اتحاد ایراني مقامات په دې ګرم ګڼي چي وخت ضایع کوي او د خبرو وخت شاته اچوي . د اروپا د اتحادیی د بهرنیو پالیسیو د مشري کاترین اشتون ویاند نن په بروکسل کي خبریالانو ته وویل چي د تیر کال د دسمبر په میاشت کي ایران ته د راتلونکو خبرو له پاره د ځای او نیټې وړاندیز سوی وو خو دا ایراني مقامات دي چي لور پر لوټه تیره کوي .
سیاسي کارپوهان په دی اند دي چي نړیوال ایتلاف د ایراني دولت او سیاستونو پر خلاف ورځ په ورځ مظبوتیږي . دوی وړاندوینه کوي چي ایران لګول سوو بندیزونو ته تاب نه سي راوړلای ، یا به د خپلو داخلي ورپیښو مشکلاتو خوراک سي او یابه دومره ضعیف سي چي مخ یی د زبرځواک څپیړي ته جوړ سي .