کور / z_buitenland_news -- 5 / دملاريا له کبله په هرو دېرشو ثانيو کښي يو ماشوم مري

دملاريا له کبله په هرو دېرشو ثانيو کښي يو ماشوم مري

پرون دجمعې ورځ په ټوله نړۍ کښي لومړنۍ ورځ وه چي دملاريا ناروغۍته خاصه توجه وسوه . 


د ملاريا دناوړي او خطرناکي ناروغۍله کبله په هرو ديرشو ثانيو کښي دنړۍ په ګوټ کښي یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي، چي تقريباپه هرکال کښي ددې خطرناکي ناروغۍ له کبله تر يو ميليون زيات خلګ مري چي اته لکه يې ماشومان ګڼل کيږي .



ماشومان ددي ناروغۍ له کبله ډير ژر بې سيکه او دښوونځۍ څخه بې برخه پاته کيږي .


په نوموړې ناروغي چي د ملاريا غوماشي دچيچلو له کبله منځته راځي په خاصه توګه په افريقا، اسيا او جنوبي امريکا کښي زيات خلګ اخته سوي، چي د متخصيصينو په وينا بايد ډيره زياته توجه ورته وسي .


په افريقا او داسي نورو غريبو ملکو کښي یوازينۍ مشکل دروغتونونو کمښت دی چي پر يوه وخت دټولو ناروغانو لپاره دتداوي وسايل نه لري اوحکومتونه يې په دې نه دي توانېدلي چي ټول خلګ دي دپشه خانو څخه برخمن کړي ترڅو ددي لاري دملاريا دغوماشي دچيچلو څخه ځانونه وژغوري .


دملاريا غوماشه