کور / تازه خبرونه / د سياسي چارواکو او قبايلو تر منځ جرګه وشوه

د سياسي چارواکو او قبايلو تر منځ جرګه وشوه

په شمالي وزيرستان کښې دسياسي چارواکو او اتمانزى قبايلو ترمنځ جرګه وشوه چې په کومه کښې دخاصه دارځواک دمعاشونو او احتجاج په هقله خبرې اترې وشوې دجرګې غړو او قبايلى مشرانو ملک قادر خان او ملک نصرالله خان دتيرولسو مياشتو څخه دمعاشونو دبنديدو او دهغوى لخوا داحتجاج په لړ کښې داتمانزى قبايلو پنځوس کسيزه جرګې دپوليټيکل چارواکوسره خبرې اترې کړې په جرګه کښې پريکړه وشوه چې دخاصه دارځواک ستونزه به دسيمه ايز دود اودستور ترمخه هواره کړل شي دجرګې غړي به دخاصه دار ځواک دمشرانو سره هم خبرې اترې کوي ديادونې وړده چې دخاصه دارځواک دتيرو لسو مياشتو خخه معاشونه دحکومت لخوا بند شويدي چې دتېره ورځ دخاصه دارځواک لخوا په شمالي وزيرستان کښې پرسرکاري پوستو قبضه وکړل شوه