د پوځي استخباراتي ادارې دفتر څنګته چاودنه وشوه

د لراوبر اداره | اپریل 26th, 2008


دسهيلي پښتونخوا په سيمه ډيره بګتي کښې دپاکستان دپوځي استخباراتى ادارې(ايم،آئى) په دفتر او پټ فيډر په سيمه کښې ديوه ټريکټر لاندې چاودنه شويده دبريتانوى خبري سرچينې دراپور ترمخه دايم آئى په دفتر کښې دچاودنې له امله دوه تنه مامورين ژوبل شوي او درې خونې ويجاړې شويدي ځايې اوسيدونکي وايې چې له چاودنې وروسته ټوله سيمه په ولقه کښې واخستل شوه او څوک سيمه ته پرينه ښودل شول بلخوا ته دپټ فيډر په سيمه کښې ټريکټر ټرالۍ پرماين وربرابره شويده خو په چاودنه کښې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

Copyright Larawbar 2007-2024