زابل/دري وسله وال په خپل ماین کی وژل شوی دی
جاويد احمد تنوير
چارواکی وایی دري وسله وال هغه وخت دخپل ماین ښکار شول چی دسړک پرغاړه یی ماین ځاي پرځای کوی .چارواکی وایی دا پیښه تیره شپه ناوخته دمرکزقلات اړوند داومکي دجارولا په سیمه کی رامینځته شوی ده .دامني قومانداني څخه لراوبرته رارسیدلي خبرپاڼه وايی دغه کسانو دمیزاني ولسوالي پرلویه لاره ماین ځاي پرځای کوی چی دخپل ماین په چاودنه کی ووژل شول .دخبرپاڼه په حواله دغه کسانوغوښتل دولتي سرتیروته ماین ښخ کړي چی په خپل ماین کی ووژل شول.