کور / تازه خبرونه / فوډ زون پروګرام به په سپټمبر مياشت کي پيل سي

فوډ زون پروګرام به په سپټمبر مياشت کي پيل سي

کندهار افغانستان- د کندهار له پاره د امريکا سفارت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې د څانګي مشر وايي، له اوسني پلان سره سم به د روان عيسوي کال په سپټمبر مياشته کي د فوډ زون پروګرام پيل سي.
هغه زياته کړه چي په دې ارتباط يې تېره اوونۍ په پلازمېنه کابل کي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې د وزير په ګډون له يو شمېر نورو کورنيو او بهرنيو لوړپوړو چارواکو سره کتلي او ددغې پروسې د چټکتيا په باب يې ورسره خبري کړي دي.
د مخده موادو د محوې په برخه کي دغه امريکايي مقام او ورسره د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم پوځي او ملکي مشرانو نن له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل د کوکنارو د له منځه وړلو ترڅنګ يې د بودجې او نورو مسايلو په باب هم ورسره خبري وکړې.
نوموړي همداراز وويل مرکزي اداره به ډېر ژر د کندهار ولايتي ادارې ته د کوکنارو د کښتونو اړولو لپاره ټراکټرونه او نور اړوند سامان الات ورکړي ترڅو دلته ددغه بوټي د اړولو کمپاين پيل سي.
کندهار والي د له مسؤلينو سره په ننۍ کتنه کي وويل چي سږ کال ورته د مرکز له خوا څخه څه غوښنه اندازه بوديجه ځانګړې سوې او دى سر له اوسه کار کوي چي دغه بودجه د کاغز پر مخ پاته نه سي او تر لاسه يې کړي.
هغه زياته کړه ، په همدې ارتباط د خپلو کليدي اداراتو له رئيسانو سره هم کتلي او پلان لري چي په مرکز سطحه هم هڅي او کوښښونه زيات کړي ترڅو له ټولو مربوطه چينلونو او سړيو څخه په استفاده ورته ټاکل سوې بوديجه تر لاسه کړي.
په ننۍ جلسه کي د دواړو خواوو ترمنځ د ولسواليو په سطحه د حکومتدارۍ پياوړي کول او په ټولو ساحو کي خلکو ته د خلکو په خوښه د کارونو سرته رسولو پر موضوعاتو هم بحث وسو.