کور / تازه خبرونه / دافغانستان په شمالي اوختیځو سیموکي چاودنو ۲۲تنوته مرګ ژوبله واړوله

دافغانستان په شمالي اوختیځو سیموکي چاودنو ۲۲تنوته مرګ ژوبله واړوله

د (KP )خبری اژانس اودافغانستان څخه رارسیدلي خبری سر چینې خبر ورکوي چی نن دافغانستان په شمالي او ختیځوسیمو کي دبمي چاودنوپه بیلا بیلو پیښوکي د ښځو اوماشومانو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اووښتي ده .
دخبری سر چیني له مخي اود ځایو چارواکو په وینا دفاریاب ولایت دپښتون کوټ په ولسوالې کي یو ي چاودني ۱۵ تنه ټپیان اودری تنه وژلي ، چي په وژلوکسانوکي یوه ښځه اودوه ماشومان اوپه ټپیانوکي دري محلي پولیس شامل دي.
ددغه ولایت دامنیت ویاندمشرسید مسعودیعقوبي وویل ،چي چاودني توکي په یوه موټرسایکل باندي په ډیرمهارت سره ځای پر ځاي شوی وه اوددي ولایت دپښتون کوټ ولسوالي یوه کلینیک ته نږدی وچاودیدل.
په عین وخت کي دافغانستان دختیځ ولایت خوست څخه خبر ورکړل شوی ،چي یوه درنه چاودنه دخوست ولایت د صبریوپه ولسوالي کي دآزادبازار په خواکي منځ ته راغله ،او دوه ماشومان یی وژلي دي .ویل کیږي چي دپیښي څنګ ته دمحلي پولیسوکاروان دتیریدو په حال کي وو .خوپولیسوته تاوان ندی رسیدلي.دځایی چارواکو په وینا څلورعادي لارويان کسان پکښي ټپیان شویدي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددي پیښي مسؤلیت په غاړه اخیستي دی.