زابل/دولایتي شورا ټاکني ترسره شوي .

جاويد احمد تنوير | جنوري 31st, 2013


دزابل دولایتي شورا کلنۍ څلورمه دوره ټاکني دچهارشنبي په ورځ دولایت په مقام کی دټولووکیلانوپه شتون کی ترسره شوی چی دتیرکال دشورا مرستیال رئیس عبدالرحمن هوتک وتوانیدي چی دوکیلانودغوټ اکثریت رایوپه ترلاسه کولوسره لمړي چوکي چی ریاست دی ترلاسه کړي .پدغه ټاکنوکی دشورا اتوغړوبرخه اخستي وه چی دري یی ښځینه ووکیلاني وي .دټاکنوپرمهال دوه کسانو دریاست چوکي لپاره دوه کسانو دمرستیالي چوکي لپاره اودوه کسانو دمنشی توب چوکي لپاره ځانونه نومولي وه .ت چی عبدالرحمن هوتک رئیس فوزیه یونسی کاکړ مرستیاله او غلام فاروق دمنشی په توګه دزیاتو رایوپه ترلاسه کولوسره دزابل والي محمد اشرف ناصري دټاکنوپرمهال له وکیلانوڅخه غوښتنه وکړه چی دخلکو ستونزوته پاملرنه وکړي اودسیمي لپاره کار وکړي .نوموړي نوي رئیس ته په کارنوکی دبریالیتوب هیله وکړه. په ورته وخت کی دولایتي شورا نیوي رئیس عبدالرحمن ټاکني رڼي وبللي اوزیاته یی کړه چی داولس لپاره به کا رکوي اودخلکودستونزودهوارولوپه برخه کی مرسته کوي دزابل دولایتي شورا رئیس دتیر دوکلنوراپدي خوا دعزیز نوخي په نامه وه چی سږ کال یی دوکیلانو رایه نکړه ترلاسه اودغه چوکي یی له لاسه ورکړه .چارواکی وایی دولایتي شورا لپاره نوي ټاکل شوی رئیس دکاري تجربي ترڅنګ په علمي لحاظ هم ترنورومخته دي .

Copyright Larawbar 2007-2024