کور / تازه خبرونه / کورمه کې ۲ ګوزڼ ضد واکسین کارکوونکي وژل شوي

کورمه کې ۲ ګوزڼ ضد واکسین کارکوونکي وژل شوي

د بي بي سي د خبر له مخې قبایلي سیمې کورمه ایجنسۍ کې د بمي چاودنې له امله د ګوزن واکسین دوه کار کوونکي وژل شوي. د ځايي چارواکو په وینا دواړه رضا کاران پر یوه موټر سایکل روان وو، چې سړک کې خښ کړل شوی بم پرې وچاودېد.د چارواکو په وینا بم په کور کې جوړ شوی و. د دوی په وینا پېښه د برې کورمې په مالي خیل سیمه کې د پنجشنبې په ګهیځ وشوه.کورمه ایجنسۍ کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین یوه مسوول جواد علي وویل په ټوله کورمه کې د ګوزن ضد واکسین درې ورځني کمپاین پای ته رسېدلی و او نن پنجشبنه د اضافي ورځي په توګه هغو ماشومانو ته د واکسین ورکولو لپاره ځانګړې شوه وه، چې له دې کمپاین څخه پاتې شوي دي.