کور / تازه خبرونه / پاکستان افغان محصلينو ته ٢٠ بورسونه اعلان کړل

پاکستان افغان محصلينو ته ٢٠ بورسونه اعلان کړل

اسلام اباد:د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ ملي پوهنتون د افغانستان محصلينو لپاره د دوکتورا ٢٠ بورسونه اعلان کړل.د پاکستان ددولتي اژانس ( اى پي پي) د خبرله مخې مخې،دغه اعلان دياد پوهنتون مسوولينو د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي او د هغه پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړى دى.سرچينې زياته کړې ، چې په اسلام اباد کې ياد پوهنتون ته له رسېدو سره سم د پوهنتون د يوه مسوول انجنير محمد اصغر لخوا د افغان پلاوي هرکلى وشو.انجنير اصغر افغان پلاوي سره د خبرو پر مهال د اسياد مشهور پاکستاني شاعر علامه اقبال ځينې شعرونه ولوستل، چې هغه په شعرونو کې افغانستان د اسيا زړه ياد کړى و.د افغانستان ددفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي وويل ، چې علامه اقبال يواځې دپاکستان نه، بلکې د افغانستان شاعر هم و.ورپسې د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ ملي پوهنتون مسوولينو او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني په استازيتوب دافغانستان محصلينو لپاره د دوکتورا ( پي اېج ډي) شل بورسونه اعلان کړل او ویې ویل چې ٢٠ افغان محصلين به په دې پوهنتون کې ددوى په لګښت لوړې زده کړې وکړي.د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي دتېرې يکشنبې په ورځ په پنځه ورځني سفر اسلام اباد ته تللى او تر اوسه يې ددغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري،د پوځ له مشر جنرال کياني او يو شمېر نورو چارواکو سره ليدلي او له ځينو روزنيزو مرکزونو څخه يې هم ليدنه کړې ده.