کور / تازه خبرونه / ناټو به د افغان ځواکونو او افغان اولس ملګری پاته سي

ناټو به د افغان ځواکونو او افغان اولس ملګری پاته سي

په بروکسل کي نن د ناټو مرکز په خپل کلني راپور کي له افغان ځواکونو سره د خپل ملګرتوب او حمایې قول تازه کړ . د ناټو عمومي منشي راسموسن وویل چي افغان ملي ځواک به د ناټو تل پاتي ملګری پاته سي . هغه زیاته کړل چي موږ به د افغان پوځ مسلکيتوب او پیاوړتوب ته ډیره جدي پاملرنه وکړو ، تر څو افغان ملي پوځ په سیمه کي له خپلو ګټو څخه دفاع او ساتنه وکړي ، د ناټو منشي همدارنګه د افغان ملي پوځ پر مسلح کیدلو او د پوځ پر اسلحې د واکمن کیدلو خبره وکړل . یاده دي وي چي اوس د افغانستان په سلو کي ۷۵ افغان خاوره او افغان اولس د ملي پوځ د امنیت تر سیوري لاندي دی .