کور / تازه خبرونه / په هلمند کي د کرکبازی پر میله چاودنه وسول

په هلمند کي د کرکبازی پر میله چاودنه وسول

د هلمند څخه د راغلي راپور له مخي د لښکرګاه د ښار په یوه اړخ کي د کرکبازانو له خوا د کرک جنګولو پر راټولو سوو خلکو د موټرسایکل بم چاودنه وسوه چي له امله یي یو دیارلس کلن ماشوم وژل سوی او څو نور ټپیان دي . د یوه بل راپور له مخي د پولیسو د یوه موټر د اولسي خلکو د یوه موټر سره د ټکر په نتیجه کي دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان دي . د حادثې ټپیان عاجل روغتون ته انتقال سوي دي ، ډاکټرانو د زخمیانو د صحت ډاډ ورکړی دی .