کور / تازه خبرونه / د بریښنایي پیژند پاڼو ویش به د حمل په میاشت کي پیل سي

د بریښنایي پیژند پاڼو ویش به د حمل په میاشت کي پیل سي

د جمهوري ریاست دفتر خبر ورکوي چي ښاغلي کرزي د افغانستان د مالیي ، مخابراتو او داخله چارو وزارتونو ته دنده سپارلې تر څو د بریښنایي پیژند پاڼو د ویشلو د پاره حالات چمتو کړي . د وزیرانو د شورا ویاند د دی خبري د پخلي تر څنګ د اولس مشر د هغه امر یادونه هم وکړل چي له مخي به یی پر دی پروسه جدي څارنه کیږي . سیاسي شنونکي د دی کار هرکلی کوي خو د ښاغلي کرزي د مشاورینو او په مسله پوري د تړلو کسانو پر حال افسوس کوي چي تر دی وړاندي یې کولای سوای داسي مشوره چي د اولسمشر په امرنو کي دقانون لمړیتوب او داولسمشر دحیثیت د خوندیتوب سره یې مغایرت نه درلودلای ، ښاغلي کرزي ته مشوره ورکړي . د شنونکو په ګمان په ټولنه کي سیاسي بحرانونه او ناانډولتوب د بیکفایتو مشاورینو د ناسمي مشورې او د تحلیل څخه پرته اوامرو د جاري کیدلو او عملي کیدلو په نتیجه کي منځ ته راځي . سیاست پوهان پر حکومت ږغ کوي چي د بریښنایي پیژند پاڼو تر ویش مخکي او د ویش په جریان کي په لوړه کچه د فهم او پوهاوی تبلیغ ته ډیره توجه وکړي . سیاسي کارپوهان له میډیا : راډیو ، ټلویزیونونو ، مجلو ، ورځپاڼو ، انټرنیټ پاڼو او د هیواد او اولس د خیرښیګڼي په چارو کي بوختو ټولو موسسو ته درخواست کوي تر څو دا ملي پروسه حمایه کړي . د افغانانو څخه په درنښت هیله کوو تر څو دا پیژند پاڼي واخلي او د یوه متمدن انسان په ډول په دې نړۍ کي خپل رول ولوبوي . له پوځي او غیر پوځي مخالفینو څخه مو هیله ده تر څو دا ملي پروسه د خپلو سیاسي ګټو ښکار نه کړي .