کور / تازه خبرونه / دمخالفو ډلواستازي دجمهوری ریاست په انتخاباتو کي شفافیت غواړي

دمخالفو ډلواستازي دجمهوری ریاست په انتخاباتو کي شفافیت غواړي

دخبر ي سرچیني له مخي په افغانستان کي نن دمخا لفوډلواستازو په یوه غونډه کي په ډاګه وویل،چي دافغانستان د۲۰۱۴ کال دجمهوری ریاست دراتلونکي انتخاباتوتر بهیروروسته ته دي دستری محکمي یوه ځانګړي محکمه وټاکل شي، اودانتخاباتودشفافیت ټول بهیردي په غورسره وڅیړي. داځکه چي دستری محکمي یوی ځانګړي محکمي په تیر وپارلماني انتخاباتوکي ثابته کړه چي څومره لاس وهني او تیروتني پکي شوی وي.
دوی وایی ،چي دانتخاباتو مخکي باید یوي ځانګړۍ محکمي ته واک ورکړل شي ،چي دانتخاباتو ټول بهیر داساسی قانون په چوکاټ کي ترغوراو څیړني لاندی راولي او دکاندید جمهور رئیس دتحلیف او قسم مراسم دي ترهغه وخته پوري وځنډیږي ترڅودځانګړي محکمي وروستې پریکړي نه وي اعلان شوي.
دمخالفی ډلواستازودافغانستان دراتلونکی اتنخاباتو لپاره خپلي نظریی څرګندې کړي او هوډ یی وکړ چي په نږدي راتلونکي کي به ددي ډلې یواستازی د جمهوری ریاست انتخاباتو ته ځان ور وړاندی کړي.