کور / تازه خبرونه / دآسیاپراختیایي بانک په ۲۰۱۳ کال کي دافغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

دآسیاپراختیایي بانک په ۲۰۱۳ کال کي دافغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

دآسیا پراختیایی بانک مشرجوجي تیکوشي نن په افغانستان کي خبریالانوته څرګنده کړه چي د آسیا دودې او پراختیابانک غواړي دافغانې پروژو درغولودبریښنا دلیږدوني، دکرهڼي دپراختیا اودافغانستان دطبیعي زیرمولپاره( ۳۰۰ )میلیونه ډالره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، چي دآسیا دپراختیا بانک دتوکیو دنړیوال کنفرانس دپریکړوسره سم تر ۲۰۱۶کاله پوري ژمن دی ،چي دافغاني پروژودجوړولولپاره دافغانستان سره ( ۱،۲ )میلیارده ډالره مرسته وکړي.
هغه وایی: چي دغه مرستي به دافغانستان دملي ستراتیژکواړیکو پربنسټ دنوو پروژو په ودانولواو رغولوکي ډیري ګټورې وي. دغه مرستي په دریوبرخو ویشل شویدي.
۱: دبریښنا دلیږدوني چاري، ۲:داوبودذخیرواوبندونودجوړولوچاري ۳: دکرني دپراختیا لپاره دنووپروژو اوځانګړومرکزونودجوړولو چاري پکښي شاملې دي. د آسیا پراختیایی بانک ژمن دی ،چي دغه پیسي به په ټول افغانستان کي دبریښنایي بندونو، دکلیواوښارونودسړکونواو پّه افغانستان کي داوسپني دریل ګادي دپټلي دجوړولوپه پروژو باندي ولګیږي .
جوجی توشیکي زیاته کړه :چي دآسیا دپراختیابانک غواړي چي دسالنګ د لویي لاري، د فیض آباد او اسکاشیم لویه لاره،د یکاولنګ او دره یوسف لویه لاره، دکابل او جلال آباد لویه لاره او دګرشک او لشکرګاه لویه لاره او دانګوردری اود شرنې دلویولارو پروژي ورغوي .
دآسیا دپراختیا بانک پلان لری ،چي دګاونډۍ ترکمنستان هیوادڅخه دبريښنا دلیږدوني چاري دکابل، شبرغان،بغلان،لوګر،ګردیز اودخوست سیموته ورسوي. همدارنګه دآ سیاپراختیایي بانک غواړي چي دبامیانو او بدخشان داوبوزیرمي اوذخیری اودبریښنا نوي پروژیي جوړی کړي اودمزار شریف اواندخوی ترمنځ داوسپنيي د ریل ګاډې دنوي پټلي دودانولوسره مرسته وکړی.
دغه بانک دتوکیوپه نړیوال کنفرانس کۍهوډ کړی وو ، چي ټول ټال ۱،۲ میلیارده ډالره مرسته به تر ۲۰۱۶ میلادی کال پوري افغان لوري ته ورسوی ،چي د ۲۰۱۳کال په موده کي به (۳۰۰) میلیونه ډالره مرسته دپورتنیو یادو پروژو لپاره په کارولویږي .

ا