کور / تازه خبرونه / سوریه ورځ تر بلي د نابودۍ کندي ته لویږي

سوریه ورځ تر بلي د نابودۍ کندي ته لویږي

د سوریې د سیاسي حل لاري لپاره د ملګرو ملتونو استازي ښاغلي لخدر ابراهیمي نن په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي د سوریې دولت او د هغو سیاسي مخالفینو د سوریې د نابودی لپاره لیڅي رانغښتي دي . لخدر ابراهیمي داوړه لوري د اولس په وژلو او د سوري اقتصاد ختمولو په تور تورن کړل . نن په سوریه کي د ټولوژني یوه بیلګه خبریالانو ته وښودل سوه چي پر یو ځای ۷۲ کسان په بیرحمانه ډول وژل سوي دي . د دی ټول وژني مسولیت دواړه لوري یو پر بل اچوي . د یو بل تازه خبر له مخي اسرایلي الوتکو د سوریې د مرکز په ۱۵ کیلو متری کي د سوریې د کیمیایي او ساینسي پلټونو مرکز بمبارد کړی او بیله کومي پیښي ګرځیدلي دي . فرانسوي دپلماتان وایي چي په سوریې کي ډیری د اسلامي بنسټګروو ډلو غړي جګړه کوي ، دا چي د دی بنسټګرو او اسرایلو ګټي څرنګه موازي او د دواړو د ګټو خوندیتوب کوي ، دا یوه معما ده .