کور / تازه خبرونه / په پاکستان کي یوي چاودني دواکسین دوه کارکونکي ووژل

په پاکستان کي یوي چاودني دواکسین دوه کارکونکي ووژل

دنیویارک ټایم ورځپاڼه لیکي ،چي دپاکستان په شمال لویدیز کي دکُرمي ایجنسي په سیمه کي یوی چاودني دملګروملتونو ددوو روغتیایي کارکونکو ژوند هغه وخت واخیست کوم چي دوی ددي سیمي وماشومانو ته چي تر پنځه کالو کښته وي دګوزڼ یا پولیو واکسین چاري په وړیا ډول سره پر مخ بیولې. دروغتیایی مرکزدغه دوه کارکونکي دیوه موټر سایکل پوا سطه دماشومانولپاره دواکسین دلګولو لپاره دکورمی ایجنسي سیمي ته چي دافغانستان پولي ته نږدی پرته ده روان وو ،چي ددوې پرمو ترسایکل باندي پر لاره دیوه ریموټ کنټرول بم وچاودیدی او دواړه ځاي پرځای ووژل شول.
دپاکستان یوه چارواکي چي نوم یی نه دی اخیستل شوی رسنیو ته ویلي، دغه دریمه پیښه ده چي په نږدی دوو میاشتو کي دملګروملتونو په روغتیایي کارکونو باندي ترسر ه کیږي.دتیر کال ددسمبر په ۱۹ نیټه دواکسین لګولو یوه ښځینه کارکونکي دواکسین کولو پر وخت ووژل سوه او له دوو میاشتې راپه دې خوا په پاکستان کې لږ تر لږه د پولیواو واکسین یوولس کارکوونکي وژل شوې دي.
پاکستان، افغانستان او نایجریا د نړۍ هغه یوازیني درې هیوادونه دي چې لاهم پکې د ګوزڼ ناروغي شته.
ددي پیښي مسؤلیت تر اوسه پوري هیچاه په غاړه نه دی اخیستي.