کور / تازه خبرونه / په ترکیه کي دامریکي پرسفارت ځانمرګي بریدوشو

په ترکیه کي دامریکي پرسفارت ځانمرګي بریدوشو

انقره:دترکیه څخه خبری سرچیني وایی ،چي نن دجمی په ورځ دفبروري په اوله نیټه دترکیه په پلازمینه انقره کي یو ځانمرګي برید ترسره شو.دلمړنیومالوماتوله مخي په دغه بریدکي یوځانمرګي اودسفارت یوساتونکي پولیس وژل شوي اویوه ښځه چي دویزی اخیستلو لپاره هلته موجوده وه ټپي شویده.
دترکیه لمړي وزیررجب اردګان رسنیو ته وویل ،چي ددغي پیښي په اړه یی پلټڼې پیل کړی دي ،
او امنیتي ارګانونه دنده اخیستې چي ددي پیښي په اړه لازمي پلټني وکړی. د سفارت وداني ته زیات تاوان نه دی رسیدلي ، خویواځې دسفارت دننوتلواووتلو دروازي ته نږدي دیوال لږ زیان من شویدي. پولیسو دسفارت چارپیره ټولي لاري تړلې دي.
دچاودني وروسته دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په ترکیه کي میشت امریکایا ته وویل چي د خپل سفارت ، او په استانبول او عدن کي دامریکاکونسلګریوته دلنډ وخت لپاره تګ او راتګ بند کړي.
دامریکا او ترکیه اړیکي ډیری دوستانه دي . خوځیني اسلامي بنسټ پاله دامریکا اړیکي دترکیه سره دوستانه نه بولي.
په ۲۰۰۸ میلادی کال کي په استانبول کي دامریکي پرکونسلګری باندي دري وسله والودکونسلګری بهرنه بریدونه پیل کړه چي په نتیجه کي دکونسلګری دري ساتونکي پو لیس ووژل شول.