کور / تازه خبرونه / هنددافغانستان دمرمرواو قیمتوډبروپه صنعت کي مرسته کوی

هنددافغانستان دمرمرواو قیمتوډبروپه صنعت کي مرسته کوی

دهنددولتي چارواکودجمعي په ورځ رسنیوته څرګنده کړه ،چي هند غواړی دافغانستان دقیمتي ډبرو،حجاری، مرمرو ، لعل اوجواهرودپرمختللي تخنیک په کاراچولوسره ددي کانې صنعت دتولیدولواوراایستلوپه چاروکي دافغانستان سره مرسته وکړی.
دغه مطلب دهنددقیمتي ډبرود صنعت اجرائیوی مدیر R.K. Gupta ګوپتا خبریالانوته وویل. هغه زیاته کړه چي په افغانستان کي ډیري قیمتي ډبري اوکانونه وجود لري، چي دپرمخ تللي عصری ماشین آلاتو پواسطه کیدای شي ددغو ډبرو په را ایستلوسره ددواړوهیوادولپاره ډیری ګټوری تمامي شي.
ګوپتازیاته کړه چي ډیر ژربه دافغانې استازوغړي هند ته راشې اود ۲۰۱۳ کال په پیل کي به دهند دقیمتي ډبرود پراختیایی مرکز په غونډه کي دهندي استازوسره وګوري اوهندبه دافغانستان اونوروهیوادو په مرسته وکولای شي ددي کاني صنعت دپرمختیايي تخنیک په رسولوکي دافغانستان سره مرسته وکړی.
دهنددغه مرکز به ددملګروملتونو دصنعتي مرکز (UNIDO) ترملاتړ لاندی خپل پلانې پروګرام پیل کړي اود۲۰۱۵ کال وروسته به دافغانستان دقیمتي ډبرود صنعت دتولیدبازارمیدان ته راشي.
په دی برخه کي دملګروملتونودپروګرام له مخي ددي مرکز مشر دیپاک بیلانی Ballani وویل :چي دري کاله مخکي په دی هکله ژوري څیړني شوی وي ،ولي دورستیو نا ارامیو له کبله دغه کار لږوځنډیدی .هغه زیاته کړه ،چي ملګری ملتونه ددي صنعت دپرمختیا لپاره په دي برخه کي دوه میلیارده ډالره پانګه په پام کي نیولی ده .په افغانستان کي دکانونو، قیمتي ډبرو،او د صنایعودانکشاف ډیر ي زیرمي شته ،چي دتخنیکي وسیلواوعصری ماشین آلاتو له لاري به دیوی ځانګړي پانګي په اچولوسره ددي صعنت راتلونکي دافغانستان دخلکو لپاره یو په زړه پوری زیری وی اودافغانستان دملي بودجي په زیاتولوکي ګټورګڼل کیږي.