کور / تازه خبرونه / پاکستانې طالبانو دپاکستان پوځ ۳۵پوځیان ووژل

پاکستانې طالبانو دپاکستان پوځ ۳۵پوځیان ووژل

دپاکستان طالبانونن سهاروختي دپښتونخواه ایالت په شمال لویدیزه سیمه کي دپآکستاني پوځ دنورنګ پریوه پوسته باندي وسله وال برید پیل کړي اوددواړوخواوو ترمنځ جګړه څوساعته روانه وه.
دپاکستان دپوځ یوافسرعارف خان وزیری رسنیوته وویل،چي په جګړه کي ۹تنه سرتیري او۴ تنه دچټک غبرګون سمبال سربازان وژل شویدي. هغه وویل وسله واله مخالفه ډله په ځانګړووسلواوراکټونوباندي سمبال وو.
نثاراحمددپاکستان یوبل چارواکي رسنیوته خبر ورکړی چي ، یوځانمرګي کس دعادي خلکو ویوه کورته ورننوتي اودهغه ځای څخه یی پریوي امنیتي پوستي باندی بریدونه پیل کړل .
دپاکستان پوځ دځانمرګي تروریست دنیولواوله منځه وړولو په منظوردکورچار چارپیره لاري بندی کړی .وروسته ځانمرګي دکوردغړوپه منځ کي ځان والوزاوه ،چي په نتیجه کي دکور۳ دري ښځی، ۴څلورماشومان او ۴ څلورنارینه کسان ووژل شول.
دا په داسي حال کي ده چي پرون جمعه دپاکستان په شمال لویدیزه سیمه کي یوبل ځان مرګي خپل ځان دشیعیه ګانو دمسجد په منځ کي والوزاوه او ۲۴ کسان یی ووژل. دیادولو وړده چي په دی وروستیوکي دسُني او شیعي مسلمانانو ترمنځ وسله وال بریدونه ډیرشوی دي
دپاکستان طالبانودبریدونو پړه پر غاړه اخیسته ،اوهوډ یی کړي چي دپاکستان دپوځ پرخلاف به دغه بریدونه جاری وساتي.

ا