زابل/دپوهني چارواکی وایی په سیوري ولسوالۍ کی به ټول ښونځي پرانیستل شی،
جاويد احمد تنوير
دزابل دپوهني ریاست چارواکي وایی چې په راتلوونکي نوي تعلیمي کال کې به په سیوري ولسوالۍ کې ټول تړل شوی ښوونځي دسره پرانیزي دا څرګندوني دزابل دپوهني ریس رحیم الله لودین پدې ولسوالۍ کې په یوه جوړه سوې غونډه کې دسیمي خلګو ته وکړې ښاغلی لودین وایی چې دسیوري ولسوالۍ تر لسو بابو پوري ښوونځي په تشکیل کې لري چې په راتلوونکي کال کې به دغه ښوونځي دسیمي دخلګو په مرسته پرانستل سی او دوي به ټول داړتیا وړ توکي ور ته چمتو کړي نوموړي زیاتوي چې دسیمي خلګو هم ورسره ژمنه کړې چې دتړلو سویو ښوونځیو په پرانستلو او ساتلو کې له دوي سره مرستي کوي
دپوهني ریس همدا راز زیاتوي چې دا لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغزوی او دسیمي دخلګو سره به دتړل سویو ښوونځیو په اړوند خبري وکړي ترڅو په ټولو سیمو کې تړل سوی ښوونځي ددې ولایت دماشومانو پرمخ پرانستل سي
دپوهني ریس رحیم الله لودین یوځل بیا ددې ولایت پر قومي مشرانو دینی عالمان او ځوانانو ږغ وکړتر څو ورسره دملی حشر په ډول دي په را تلوونکي تعلمی کال کې دتړل سویو ښوونځیو په بیا پرانستلو کې دپوهني ریاست سره مرسته وکړي
هیره دي نه وي چې دزابل دپوهني چارواکي په داسی حال کې په سیوري ولسوالۍ کې په راتلوونکي کال کې دیوشمیر ښوونځیو دبیا دپرانیستلو هوډ لري چې په تیر تعلیمی کال کې په مرکز کلات او ولسوالیو کې دپوهني ریاست دچارواکو په خبره تر دیرش بابه تړل سوي ښوونځي یی بیا پرانستي او سلګونه ذده کوونکو ته یی دذده کړي زمینه برابره
