امنیتي چارواکي وايي په فراه کښې اته (۸) وسله وال طالبان ووژلي دي

جان محمد مهربان | فبروري 3rd, 2013


دفراه امنیتي پولیس وایي چي په دې ولایت کښې اته (۸) وسله وال طالبان وژلي او یو یې نیولی دﺉ. د ۲۰۷ لمبر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي رسنیو ته وویل چي دافغان امنیتي پولیسو اونړیوالوځواکونو په ګډوعملیاتو کښي دفراه په بکوا کښي اته طالبان وژلي او یو یې نیولی دﺉ. نجیبي زیاته کړه چي ددغوعملیاتو په نتیجه کښي دوی له وسله وال طالبانوڅخه سلاح، مهمات، او یوموټر هم تر لاسه کړی دﺉ او دده دوینا له مخي، افغان امنیتي پولیسو او نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسله والو طالبانو تر دې مهال ددغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024