دهلمندپه خانشین ولسوالي کي دسړک غاړي بمي چاودني دیوي کورنې پنځه غړي ووژل

59 | فبروري 3rd, 2013


دهلمندمحلي چارواکي خبر ورکوي ،چي دشنبه په ورځ دخانشین ولسوالي دمیانشین په سیمه کي دسړک دغاړي دبمي چاودني له امله دیوي کورنۍ پنځو تنوغړوخپل خوږژوند له لاسه ورکړي.
دخانشین ولسوال شا ه محمد شفا ددي پیښي پخلۍکړي اووایی :چي دشپي ناوخته ددي کورنۍ موټر دسړک دغاړي پر یوه ښخ شوی بم وخوت اودغه پیښه یی را منځ ته کړه. هغه وایی ،په وژلوکسانوکي یوسړۍ،یوه ښځه، دوه کوچنیان او یوموټر چلونکې شامل دي ،چي ټوله دهلمند ولایت دناوي ولسوالي اوسیدونکي دي
ددي پیښې په هکله تراوسه پوری هیڅ کومي ډلي مسئولیت په غاړه نه دی اخیستي.
ولي ځایی چارواکي وایئ چي دغسيٍ چاودني يواځې دطالبانو لخواه سرته رسیږي اودوی غواړي دخلکو عاي ژوند دخطرسره مخا مخ کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024