پنتاګون تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په اړه فکرکوي
59
نیویارک تایمز: دامریکا دپوځ دوه تر ټولولوړپوړي جنرالان ددفاع وزیر لئون پانتااو د ټول پوځ لوی دستریز مارتین ډمپسپي پرون دیکشنبې په ورځ پینتاګون کي د ۲۰۱۴ کال وروسته دخپلوسرتیرودپاتي کیدوپه هکله دافغانستان پرحالاتو باندي خبری وکړي.
دپنتاګون دواړوجنرالانومخکي له دی نه چي دامریکا دولت په افغانستان کی دخپلوسرتیرو دپاتي کیدپه اړه کومي ځانګړۍ پریکړي وکړي وویل ،چي امریکا یی سرتیري به په افغانستان کي شتون ولري.
دوی زیاته کړه ،چي امریکا دافغانستان سره دستراتیژک تړون پربنسټ نشي کولای چي افغانستان یواځې پریږدی.
دغه جنرالانوزیاته چي کړه،چي تیرکال په شیکاګوکي دناټودبهرنیوچارودوزیرانوپه غونډه کي دامریکا ولسمشراوبامادافغانستان سره داوږدمهالي پوځي مرستي هوډکړی و.
ځینوامریکا یی چارواکو بیا په جنوری کي واشنګتن ته دحامدکرزی دسفر مخکي دا سي انګیرله چي امریکا یی پوځیان دي ژر ترژره له افغانستان څخه ووځي اودافغانستان سره دي دسرتیروپه بدل کي ددرنووسلو مرستي وشي.
دخبری سرچیني په حواله دپنتاګون جنرالان غواړي چي دخپلوسرتیرو دمحکمي واک یواځې دامریکایی محکمو سره وي . بل طرف دافغانستان ولسمشر غواړی چي دامریکایی سرتیرودمحکمي په هکله به دافغانستان لویه جرګه را وغواړی چي په دی خپله پریکړه وکړی .
امریکا به تر هغه وخته پوري دخپلوسرتیروشتون په افغانستان څرګند نکړي تر څو چي افغان لوری ددوی دسرتیرو دمحاکمي په هکله خپلي پریکړي نه وي اعلان کړي. اولا جوته نه ده ،چي دافغانستان لویه جرګه به دبهرنیوسرتیرو دسر غړوني پر مهال ددوی دمحاکمي دقضاوت ځای افغانستان اوکه امریکا وټاکي .