که انګریزان او امریکایان دافغانستان څخه ووځي طالبان به واک ونیسي
59
دافغانستان دملي پوځ ډګروال امین جان دیوی بهرني ورځپاني سره په خبروکي ویلي ، چي دانګلسي او امریکايي سرتیروله وتلووروسته امکان شته ،چي واک القاعده اوطالبان په غاړه واخلي.
دغه مطلب دافغانستان دپوځ ډګروال دانګلستان د صدراعظم ډیویدکامیرون دChequers چیکورکي په غونډه کي څرګندکړی. دانګلستان صدراعظم ډیویدکامیرون په دي غونډه کي دانګلستان اوامریکا دسرتیرودوتلو وروسته دافغانستان پر امنیتي حالاتو باندي خبري کولی. هغه وویل چی د ۲۰۱۴ کال مخي دي دطالبانوسره دخبرواترو زمینه برابره شي.
ډګروال امین چي دا ګړی دهلمند ولایت کي پوځي دنده لری، رسنیو ته وویل چي دافغانستان پوځ پوځي زده کړي لری ،ولي ددرنووسلونه شتون او دپوځي نووتکتیکو لوړي زده کړی ،هغه څه دي چي تراوسه پوري یی افغان پوځ نلری او دمګړی افغان پوځ دي زده کړوته ډیره اړتیا لری.
دغه ډګروال زیاته کړه ،چي په افغانستان کي سیاسی ډلی ټپلي هم دافغانستان دراتلونکي حالاتوپه هکله ځانګړي ژور پلانونه نلري. هغه وایی ،چه که چیري طالبان ددي واري واک ته ورسیږي نو بیا به دټولي نړۍ په سرکي دجهاد د مقاومت ډله یادیږي او تر ټولو زورور واک به له ځان سره ولری چي بیا به یی له منځه وړل ډیر ستونځمن کاروي.
دهغه په وینا دافغانستان سیاسي رهبران یواځي دافغانستان په انتخاباتو کي د خپل ځان په هکله خبری کوي او دافغانستان دراتلونکي خطرناکوحالاتوڅخه بي خبره دي .
انګلستان اوامریکا دواړه غواړی چي د ۲۰۱۴ کال نه وروسته دیوه ځانګړۍ قراردادپر بنسټ خپل سرتیري په افغانستان کي پریږدی .
انګلستان دا ګړی (۹۵۰۰) سرتیری په افغانستان کی لری او زیاتریي د افغانستا ن په سهیلي سیموکی پراته دي . دانګلستان صدراعظم په ۲۰۱۲ کال کي خپلوخلکو ته وعده ور کړیوه چه په ۲۰۱۴ کال کي به ډیرسرتیری دخپلوکورنیو غړو ته انګلستان ته راشي خوځیني به یی دافغان پوځ دسمبالولولپاره دزده کړی چاري پر مخ بوځی.