کور / رسنۍ / د ولس هيلې دوه پنځوسمه ګڼه چاپ شوه

د ولس هيلې دوه پنځوسمه ګڼه چاپ شوه

      دولس هيلې اوونيزې دوه پنځوسمه ګڼه په اتومخونوکې ،په اخباري كچه ،په ښكلي ډيزاين، په دوورنګوونو،تازه له چاپه راووته.په نوموړې اوونيزه کې پرسرليکنه سربېره  بېلا،بېل سياسي ، ټولنيز،فرهنګي،ادبي او روزنيزمطالب  راغلي ،چې دلوستونکو تنده خړوبولى شي.


      په دې ګڼه کې ١٣٨٧ هـ ش کال کې بايد د زده کړې بهير ته پوره توجه وشي، ترسرليک لاندې سرمقاله ،په افغانستان کې د ژبو سياست او ملي ترمينالوجي ،دپښتنو اصل او نسب ،د طنز ډولونه،کب کراسي (طنز)،ښځه هم په دغه ټولنه کې حق لري،د زعفرانو طبي اهميت،دماهيانو د سترګو نه د انسان د سترګو د ښه کېدو هڅې ،دناټو تر ټولو لويه غونډه د نړۍ تر ټولو لويه ودانۍ کې ،په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر مخ په ډېرېدو دى، د نړۍ تر ټولو لوړ انسان دادى ،د هندوستان د ٢٠٠٨ م کال د ښکلا ملکه غوره شوه،دادب مرغلرې ( ټوكې ، شعرونه ،متلونه ،ناپېژندلې موسکا او اې شمعې يواځې ته ما پېژنې (ادبي ټوټې)،ناوړه دود لنډه کيسه ، د محمد ص په هكله مالومات ، ديوه ځوان شاعر معرفي، لنډخبرونه او رپوټونه په بېلا،بېلو مخونو كې چاپ شويدي .


       موږ تاسو ټولو درنو مينه والو او لوستونکوته په ډېره مينه دولس هيلې اوونيزې د نوې چاپ شوې دوه پنځوسمې ګڼې د لوستلو او مطالعې بلنه درکوو  او هيله کوو،چې د ولس هيلې د کيفيت د لاښه والي په موخه خپل نېک نظريات، پېشنهادونه ، نيوکې،خپل غوره شعرونه ، ښوونيز، روزنيز،سياسي او نور ډول، ډول  مطالب، چې دلوستونكو د پوهې سطحه لوړوي، زموږ په پته راولېږئ، څو وكولى شو ،د نوموړې اوونيزې له لارې ستاسو نظريات پرخوست سربېره د هېواد پلازمېنې كابل او نورو ګڼو ولايتونو لوستونكو ته هم ورسوو.


       درانه مينه وال كولى شي ،چې خپلې ليكنې،دولس هيلې اوونيزې په لاندې ايمېل ادرسونو راولېږي:               


                                 besmillahhaqmal@yahoo.com


                                      wolas_hela@yahoo.com


                                      fazalyar_4@yahoo.com


دامتيازخاوند او مسؤول چلوونكى : څېړونكى بسم الله حقمل


مرستيال : محمدشاه فضل يار.


اړيكې : ۰۷۹۹۴۴۵۳۰۰      ۰۷۰۰۹۲۷۲۸۲