" /> " /> " /> " /> د مجاهدينو د بري د ۱۶ کاليزي جشن ګډوډ سو – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / د مجاهدينو د بري د ۱۶ کاليزي جشن ګډوډ سو video

د مجاهدينو د بري د ۱۶ کاليزي جشن ګډوډ سو video



د پکتيا وژل شوئ استازی فضل الرحمن څمکنى
۱۳۸۷/۰۲/۰۸ – نن دافغانستان په ځينوولاياتوکښي د مجاهدينو د بري د۱۶ كليزي جشن پداسي حال کښي ولمانځل شوچي د کابل د هغه په مراسمو كښي يې تر پېل دستي وروسته د ډزو اوازونه پداسي کال کښي واوريدل سول  چي دملي تلويزيون له خوا په مستقيم ډول خپريدل له دي سره سم مراسم ګډوډ او جمهورريس ،جهادي رهبران ،او بهرني ميلمانه دجشن له سيمي څخه ووتل چي جمهور رئيس وروسته د ملي تلويزيون له لاري  ولس ته د ځان په اړه ډاډ ورکړ .

په كابل كي دملي امنيت مسؤلين وايي چي دوي هغه شپږ تنه نيولي چي په مراسمو كي يي ډزي وكړې؛ له بلي خوا په دي ډزو كي دولسي جرګي د پکتيا دوه تنه وكيلان  فضل الرحمان څمکنى او داود ځاځى هم ټپيان سوي؛ چي حاجي فضل الرحمان څمکني د سختو زخمونو له امله په روغتون کښي ساه ورکړه.


دپيښي پړه طالبانو او حزب اسلامي پر غاړه واخستل .