زابل /دمستوفیت عواید ۲۰ فیصده جګ شوي

جاويد احمد تنوير | فبروري 5th, 2013


زابل مستوفي شمس الدین ناصري وایی دتیرکال په پرتله یی په عوایدوکی ۲۰ فیصده لوړوالي راغلي ،نوموړي زیاتوی چی سږ کال یی څه باندي ۴۶ میلونه افغاني راټولي کړي چی تیروکلنو یی عواید زیات شوی دی .مستوفي وایی اوس هم ځیني هټیوال پروخت مالیه نه ورکوي چی په خبره یی که پروخت مالیه ورکړي نوعواید به یی دوه چنده جګ شی .ښاغلي شمس الدین ناصري ځینو ننګونوته په کتو اوس هم خپل عواید کم بولي اوزیاتوی چی باید ددوی دعوایدو تله دنوروریاستونوپه نثبت درنده وي ځکه دهغه په وینای ددوي دریاست دکاروبار مساحت پراخ دي
ښاغلي ناصري وایی هڅه کوي ترڅو دپاتي هټیوالو اویوشمیر نوروکسانوڅخه خپله مالیه راټوله اوعواید پري زیات کړي .دزابل مستوفي دامهال پدغه ولایت کی دمستوفیت عواید دپام وړبولي اوزیاتوی چی دغه یوکوچني ولایت دی اودخلکو کاروبار یی کمزوري دی خوزیاتوی چی بیا یی هم ۲۰ فیصده عواید زیات کړي دی .دیادوني وړده چی تیر کال پدغه ولایت کی دموټرونودپلیټونوپه واسطه دولت زیات عواید ترلاسه کړل خو لا اوس هم په جنوبي حوزه کی بی پلټه موټرونه چلول کیږي اودولت پري بندیز ندي لګولي .

Copyright Larawbar 2007-2024