زابل /دسیلاب ځپلوسره به مرستي وکړو

جاويد احمد تنوير | فبروري 5th, 2013


په هیواد کی پرله پسی اورښتونه که له یوي خوا دکال ابادولو زیري ورکوي خو له بلي خوا یی په زابل  کی خلکوته درانه مالي زیانونه اړولي دي .دمرکزقلات اویوشمیر ولسوالیواوسیدونکي وای ددوي کورنوته اوبه ننوتلي اودوی ته یی مالي زیانونه اړولي دی .


دزابل دشاهجوي ، ښارصفا ، میزاني ، او اټغر ولسوالیوڅخه رارسیدلي رپوټونه وایی پدغه ولسوالیوکی هم اورښتونو خلکوته تاوانونه اړولي دی ددي ولسیوالیوڅخه په ټلیفوني اړیکوکي رسنیوته ویل شوی چی دخلکو لسګونه جریبه کرهڼیزي ځمکي یی ویجاړي کړي او سیلابونه دخلکو کورنوته ورننوتلي .


مرستيال والي رسوليارپه ورته وخت چارواکی دزیاتو اورښتونودپخلي ترڅنګ وایی دخپلی بیړنۍ کمیټي په واسطه یی پروخت په مرکزقلات کی دسیلاب ځپلوسره مرستي کړي .دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وایی دلویو موټرونوپه واسطه یی دمرکزقلات دهغه سیلابونو مخه نیولي چی خلکو ته یی تاوانونه اړول که وایی ولسوالیوته هم ددوي مرستي رسیدلي اودسیلاب ځپلوسره به کومکونه کړي .
په زابل کی هرکال دژمي په موسم کی زیات اورښتونه خلکوته زیانونه اړوي .که څه هم چارواکی وایی دوي هروخت دستونزوپه صورت خلکوته رسیدګي کوي خو یوشمیر کسان وایی چی په سیمه کی لا اوس هم دوي ته مرستي ندي رسیدلي ،

Copyright Larawbar 2007-2024