ولسمشر حامد کرزی مصر ته ورسېد

رحيم ګل څاروان | فبروري 6th, 2013


ولسمشر حامد کرزی تېره شپه له ناروی، مصر ته رسېدلی او په مصر کې به د اسلامي همکاریو د سازمانو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر نه په خپرې شوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر به د اسلامي همکاریو د سازمان دولسمې غونډې ته د نړیوالو مسائلو او په اسلامي هیوادونو کې د شته ستونزو په تړاوو ویناء وکړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه چې دا مهال د مصر په پلازمینه قاهره کې پیل شوې ده د ۵۷ اسلامي هیوادونو مشران پکې برخه لري.

ددې سازمان دا غونډه تر ډېره په اقتصادي مسایلو خبرو اترو ته ځانګړې شوې ده.

ولسمشر حامد کرزی له مصر وړاندې په ناروی او برېتانیا کې وو، په ناروی کې یې د هغه هیواد له چارواکو سره د اوږد مهاله ستراتيژیکو همکاریو تړون هم لاسلیک کړی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024