ابراهمي له چارواکوسره وکتل

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 7th, 2013


پېښور : په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ او د ملګرو ملتونو دکډوالو د عالي کمشنرۍ په هڅو په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو مخه ونيول شوه.شاوخوا ٤٧١ افغان کډوال د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار اړونده د تاکال په سيمه کې مېشت دي.د پېښور ښار چارواکو، چې له محکمې څخه يې ددې کورونو د نړولو امر هم اخيستى و، ، هڅه کوله، چې ياد کورونه ونړوي، خو دافغانستان د کونسلګرۍ د استازو او د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د استازو لخوا يې مخه ونيول شوه.په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرال محمد ابراهيم خېل وويل ، چې ځايي چارواکو ادعا کوله، چې افغان کډوالو د هديرې پر ځمکه کورونه اباد کړي ، په داسې حال کې چې هلته هېڅ هديره نشته.ده زياته کړه ، چې افغان کډوال نه شي کولى په سخته يخنۍ او د ژمي په موسم کې نورو سيمو ته کډه وکړي.د ابراهيم خېل په وينا ، کله چې له دې موضوع خبر شول، نو د ملګرو ملتونو دکډوالو دعالي کمشنرۍ ( يو اېن اېچ سي آر) له استازو سره يو ځاى سيمې ته ولاړل او هغوى يې د کورونو له نړولو څخه منع کړل.نوموړي زياته کړه، چې ځايي چارواکو يادو افغان کډوالو ته د پنځو ورځو وخت ورکړى ، چې له دې سيمې څخه کډه وکړي. ابراهيم خېل وايي، چې وروسته يې په دې اړه د پېښور ښار له مرستيال کمشنر سره وليدل او ياده ستونزه يې ورته ياده کړهد هغه په وينا، مرستيال کمشنر ياد ضرب الاجل اته ورځې کړ او ويې ويل چې ياد کډوال دې مېشت غالو ته ولاړ شي.

Copyright Larawbar 2007-2024