افغانانو په۲۰۱۲کال کي څه کم څلور ميليارده ډالره رشوت ورکړى

59 | فبروري 8th, 2013


کابل: (پژواک ، بي بي سي )اونوروافغاني رسنیودملګروملتونودتازه راپورپراساس په ډاګه کړي، چې په افغانستان کي افغانانودخپلوعادي کارو دخلا صولو لپاره د ٢٠١٢ کال پر مهال دولتي چاوراکو ته څه کم څلور ميليارده ډالره بډې او رشوت ورکړى دى.
دغه راپور چې د فبروری په ۷نیټه اوسلواغې په ١٩مه په کابل کې دملګرو ملتونود نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (يو اېن او ډي سي) له خوا خپور شوى، په کې راغلي، چې تېر کال د وړم کال په پرتله په افغانستان کې د رشوت کچه لوړه شوې ده.
په ياد راپورکې راغلي چې له بېلابېلووزارتونواوخلکو څخه دپوښتنواو څېړنو پر اساس ددغې سروې له لارې په ټول افغانستان کې له ۶۷۰۰ تنو افغانانو سره مرکې شوې اود افغانستان د فساد ضد شبکې په همکارۍ چمتو شوىدی. راپورپه ډاګه کوې، چې افغانانودولتي مامورينو ته د ٢٠١٢ کال پر مهال ٣،٩ ميليارده ډالره رشوت ورکړى دى.
سرچينه زياتوي، چې د رشوت ورکولواو فساد دغه کچه له ٢٠٠٩ زېږديز کال څخه وروسته٪ ٤٠ سلنه زياته ده او درشوت ورکولو دغه کچه دافغانستان له کورني عوايدودوه برابره جوړوی.
دغه راز په راپور کې يادونه شوې، چې ياده اندازه پيسې په توکيوکنفرانس کې دنړيوالې ټولنې له خوا دژمنو شوو ١٦ ميليارده ډالرو څلورمه برخه تشکيلوي.
د ملګرو ملتونو د يادې ادارې سيمه ييز استازي جين ليک ليماهين ويلي: ((هېڅوک د دې موضوع له جديت څخه انکار نه شي کولى، داسې ستراتيژي جوړول په کار ده، چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړل شي.))
په راپور کې راغلي، هغه مامورين چې معاشونه يې کم دي، هغوى ټوله رشوتونه اخلي او ددې ډول رشوتونو اخيستلو کچه ٤٢ سلنه لوړه شوې ده.
خو د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې د ٢٠٠٩ کال پر مهال ٥٢ سلنه افغانانو رشوت ورکاوه، خو اوس دغه کچه ٥٠ سلنې ته راټيټه شوې ده.
د رشوت په اړه دغه راپور په داسې حال کې خپور شوى، چې دوه مياشتې مخکې ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د وينا پر مهال بهرنيان تورن کړل، چې د افغانستان په فسادکې هغوى ډیرلاس لري.
هغه زياته کړې وه، له ٢٠١٤ کال وروسته چې بهرنيان ووځي، په افغانستان کې به هم د فساد پر ضد مبارزه پياوړې شي او هم به يې کچه ټيټه شي.
دخبرسرچینه وایی چي په هېوادکې دوه ميليونه جريبه ځمکه غصب شوې، که چېرې يو جريب په لس زره ډالره حساب شي، نو په هېواد کې د ٢٠ ميليارده ډالرو په ارزښت ځمکه غصب شوىده.

Copyright Larawbar 2007-2024