پښين: په سرانانوکښي دافغان کډوالوپر کمپ يرغل وسو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | فبروري 10th, 2013


له پرون راهسي دپښين دسرانانو پر افغاني کمپونو د “ايف اي اې يا د مرکزي څېړنوپوليسو “لخوا افغانان پدې تور نيول کيږي چي دکډوالی کارډونه نه لري .
پدغه يرغل کښي چي اوس هم روان دي تراوسه شاوخوا ځلوېښت کډوال نيول سوي چي دا وخت د پښين په لوي زندان کښي دي.
هېره دي نه وي چي تېره ورځ د بلوچستان د کورنيوچارو رياست له يو اين ايچ سي ار او افغان کميشنرۍ سره
په يوه ګډه غونډه کې پرېکړه کړې، چې په بلوچستان کې مېشت هغه افغانان ونيسي، چې راجسټر نه وي او د مهاجرت کارټونه نه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024