کور / شعر / غزل

غزل

چې يو شل راسره درومي بل په چل راسره درومي

د بې لارو په کاروان کې درېم غل راسره درومي

اوس کفن تر سر تړلى، سر پر خپل ورغوي ګرزم

په دې ښه پوه يم ملګرو چې اجل راسره درومي

په دې دښته د اغزو کې د تڼاکو پښو مزل دى

دا بې درده خبر نه دي چې درد مل راسره درومي

صدقه دي سم جانانه اوس په هره تاريکه کې

ستا د ميني څراغونه همېش بل راسره درومي

د زړه غلا يې رانه کړې، خو ويلاى ورته نه سم

خدايه! زه څومره بې زړه يم تش کوګل راسره درومي