افغان فرهنګيانو د ملي امنيت ريس اسدالله خالد پوښتنه وکړه
دامریکا د نیویارک ، او ویرجنیا یو شمیر افغان فرهنګپالو دامریکا په هغه پوځي روغتون کي د ملي امنیت د لوی ریس حاجي اسدالله خالد روغتيا پوښتني ته ورغلي وه چي نوموړي د څه کم دوو میاشتو راهسي پکښي تر درملني لاندي دی.
په ورغلو کسانو کي دهیواد لوی مورخ ، نوم وتی لیکوال او دملي سرود شاعر عبدالباري جهاني ، په نیویارک کي د بېنوا پاڼي مسول خالد هادي او نورو ملګرو لخوا دملي امینیت د ریس د ډاډمن صحت څخه خپله خوښي څرګنده کړه .

د ملي امینیت لوی ریس اسدالله خالد څه باندي دوې میاشتي وړاندي په کابل کي په یو ځانمرګي برید کي چي دسولي د سپیڅلي نوم دداعي په توګه کابل ته راغلی و سخت ټپي سوی وچي ورسته امریکا ته د درملني لپاره راوستل سو .
اسدالله خالد دشنبې په ورځ په داسي حال کي چي د افغان فرهنګپالو سره په روغتون کي پرته د چا د مرستي په عادي توګه تګ کاوه وویل ( ورځ تر بلي مي حالت مخ په ښه کیدو دی او دخدای پاک څخه راضي یم ، اوس خپله ولاړیږم ، کښینمه او په روغتون کي پرته دکوم تکلیفه ګرځمه راګرځمه ، دسپورټ کلب ته ورځم هره ورځ سپورټ کوم او دا ټول دافغانستان د خلکو د دعاو برکت ګڼم چي نن په ځان کي ددئ توان وینم )
نوموړي هیله څرګنده کړه چي که يې روغتیاپالان اجازه ورکړي په راتلونکو لسو ورځو کي به کابل ته ستون سي او بیرته به خپلو دولتي چارو ته ادامه ورکوي .
د يادولو وړ ده چي پر اسدالله خالد وروستی مرګونی بريد چي ويل کيږي په پاکستان کي پلان سوی و په افغانستان او نړۍ کي د نوموړي د خواخوږو شمېر زيات کړ، د امريکا متحده ايالاتو د جمهور ريس بارک اوباما په ګډون د ګڼو هيوادونو استازو او سفيرانو د افغانستان د ملي امنيت د ريس حال اخستی او خواخوږي يې ورسره څرګنده کړيده .