کور / تازه خبرونه / افغانانو په اوکراين کي دمورنۍ ژبي ورځ ولمانځله

افغانانو په اوکراين کي دمورنۍ ژبي ورځ ولمانځله

د مورنۍ ژبی نړوال تلین د اوکراین جمهوریت ادیسی په ښار کی د ادیسی ادبی ټولنی لخوا د یوی مشاعری په ترڅ کی ولمانځل شوه .
غونډه د ښاغلی هلمند ( پردیس ) په دیره کی جوړه شوی وه ، چی په خپله ژبه ، کلتور ، ادب او وطن مینو ځوانانو پکی برخه اخیستي وه ، د مشاعری فضا ښکلی او رنګینه معلومیده ، د دوی احساسات د اختر ورځی لمانځلو ته ورته وو ، دوی د خپلی ژبی او د مورنۍ ژبی نړوال تلین په اړه ګټوری او اړنی خبری وکړی او د دوی ډیر تاکید په دی خبره و چی ، مورنۍ ژبه په هر ملت حق لری او دا دوی فرض ګڼی چی د خپلی ژبی بډاینی لپاره علمی ګامونه پورته کړی ، او خپلی ژبی ته علمی غنا وروبښی .
او دوی داسی زیاتوله چی په دوعاګانو او تشو خبرو د هیڅ ملت ژبه نه ده غنی شوی ، او هره هغه ژبه چی د ژوندیو او بډایه ژبو په کتار کښی دریږی دا د هغه ملت په پوهی ، کار او زیار دلالت کوی . او هره هغه ژبه چی د مرګ کندی ته غورځیدلی ده دا نو د دی مانا ورکوی چی اولس یی غافل ، ناپوه او په علمی لحاظ مړ دی .
نو موږ لره پکار ده چی د خپلی ژبی لپاره په علمی ډګر کی کار وکړو تر څو مو خپل فرض ادا کړی وی او ژبه مو د ژوندیوژبو په کتار کی ولاړه وی ، غونډه د ځوانو شاعرانو د ښکلو شعرونو په ویلو سره پای ته ورسیده .