کور / راپور / خوست : د مجاهدينو شپاړسمه کليزه ولمانځل شوه

خوست : د مجاهدينو شپاړسمه کليزه ولمانځل شوه

د خوست په ولايت كې هم په افغانستان كې د مجاهدينو د برياليتوب شپاړسمه كليزه، يا د غويي اتمه نېټه د يوې درنې غونډې پر مهال ونمانځل شوه.
 دغې غونډې ته د خوست له مركز اوبېلابېلو سيموڅخه په سلګونو قومي مشران، ديني عالمان، عام خلك او جهادي قوماندانان راغلي وو.



د غونډې په پيل كې د خوست مرستيال والي طاهرخان صبري وويل، داچې په افغانستان كې مجاهدين خپل لوړ مرام ته ورسيدل او كمونېزم ته يې ماتې وركړه نو اوس لازمه ده چې ټول اوسيدونكي بايد په يوه اتحاد د خپل هېواد بيارغونې او پرمختګ ته پاملرنه وكړي او نور له تعصبونو او تربګنيو لاس واخلي.
خو د غونډې  ځينو برخه والو بيا پدې خواشني څرګنده كړه چې سره د دې چې دومره ډېركاله وروسته هم لا د هېواد په ګوټ ګوټ كې جنګونه، چاودنې او بريدونه كيږي، لا هم عام خلك وژل كيږي اوفساد اوبي لارۍ دومره زياتې شوې چې  شراب څښل او بډې اخېستل په ډاګه كيږي. او دولت يې په مخنيوي كې پاتې راغلى دى.



 د کابل مراسم؛ چي د پېل سره سم ګډوډ سول، راپور