کور / خبرتیا او پيغامونه / د خواخوږۍ پيغامونه

د خواخوږۍ پيغامونه

د پکتيا وژل شوئ استازی فضل الرحمن څمکنىد هلمند څخه عبدالودود هجران او زين الله ستانكزي د خواخوږۍ پيغام !

 

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چي د افغان مجاهد ملت د جهاد د برياليتوب د شپاړسمي كليزي د جشن دلمانځلو پر مهال  د ډزو له امله د پكتيا ولايت استازى عبدالرحمن څمكنۍ په شهادت ورسېد .

انا الله وانا اليه راجعون 

او او دواود ځاځى  ټپي سو د څښتن تعالى (ج) له دربار څخه شهيد څمكني صاحب ته فردوس جنت ، كورنۍ ، ټولو دوستانو او خواخوږو ته يې جميل صبر غواړو او ځاځي صاحب ته عا جلا روغتيا .

په درنښت

عبدالودود هجران او زين الله ستانكزي






د پکتيا وژل شوئ استازی فضل الرحمن څمکنىپه جرمني کې دساينس پوهانوټولنې د خواخوږۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې داپریل میاشتې په ٢٧ نیټه په ولسي جرګه کې د پکتياولايت    استازی اود افغان ولس وتلی، ملي ،فرهنګي شخصیت   فضل الرحمن څمکنی په شهادت ورسید اودویم استازی داوود ځاځی ټپي شو. 

اناالله و انا اليه راجعون

شهيدفضل الرحمن څمکنی د ولسي جرګې له هغو ګوتوشمېراستازو څخه و، چې :

دهیوادخپلواکۍ څخه يې په کلکه ملاتړکړی دی اودهیوادیورښتونی صادق مسلمان خدمتګارو
ددولت اقتصادي پروژو ، کلتوري او سیاسي چارو نیمګړتیاوې يې په  ډانګپېلې  توګه ولس ته  په ګوته کولې اودسمون په موخه يې معقول وړاندیزونه کول
په هیوادکې دسولې دټينګښت په موخه يې دامن په جرګوکې فعاله  ونډه  اخیستې ، هراړخیزې هلې ځلې کړې اوستونځی يې ګاللې دي.
دپکتیاولایت د پرمختګ لپاره يې دخلکوغوښتنې اوخپل  پلانونه ترخپله وسه پورې  په بريالیتوب سره ددولت پروړاندې دفاع کړې دي . په دې اړوند يې هیڅ چاته هم غوړه مالي نه ده کړې اونه يې چاته سر ټيټ کړی دی .
دهیوادپه کچه یووتلی ،ملي ،سیاسي ، ولسي  اوفرهنګي شخصیت و. چې دپکتیاټول خلک دهغه په هسکه لونګی اومیړنتوب باندې به تل ویاړکوي
په جرمني کې دساينس پوهانوټولنه په دغه ويرکې ځانونه شریک ګڼي  او د فضل الرحمن څمکني شهادت اود داوود ځاځي ټپي کیدل ، د ټول افغان ولس   او په ځانګړې توګه د لويې پكتيا لپاره  يوه لویه ضايعه ګڼي . موږ د پاك رب له دربار څخه شهیدڅمكني صاحب ته فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونكې يو.

(اروادې يې ښادوي )


(په درنښت )

پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  (  جرمني)

په جرمني کې دساينس پوهانود مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب





د پکتيا وژل شوئ استازی فضل الرحمن څمکنىد لويې پكتيا دفرهنگي ټولنې  اوپه جرمني كي دافغانانودكولتوري ټولنې د خواخوږي گډپيغامونه

دپرونۍ پلان شوې اوبې حده شرمېدلې پېښې  له وجې زموږله لويې پكتياڅخه دملت يو استازى ښاغلــى داود ځاځى ټپي اودملت  دوهم استازي ښاغلي فضل الرحمن څمكني دشهادت جام پورته كړ،زه محمدامين بسمل له هيواد څخه بهردلويې پكتيا دفرهنگي ټولنې اوپه جرمني كې دافغانانودكولتوري ټولنې په اسـتازيتوب دخپل ژور خفگان په څرگندولو سره څمكني صاحب ته فردوس جنت او كورنۍ ته يې جميل صبر غواړم .


اناالله و انا اليه راجعون





د پکتيا وژل شوئ استازی فضل الرحمن څمکنى

د فضل الرحمن څمکني د شهادت له امله د افغان کلتوري ټولنو د جرګې پيغام 



په خواشينۍ سره خبر شو، چې په ولسي جرګه کې د پکتيا استازی فضل الرحمن څمکنی پرون دتنظيمونود راتګ په لمانځغونډه کې د ناڅرګنده کسانو په ډزو کې په شهادت ورسېد . انا لله وانا اليه راجعون .


شهيد فضل الرحمن څمکنی د ولسي جرګې له هغو ګوتو شمېر استازو څخه و ، چې تل يې له ملي دريځ څخه خبرې کولې او د هېواد پر سياسي پېښو يې له ملي زاويې څخه قضاوت کاوه . شهيد څمکني همدا څو ورځې وړاندې په هغه بحث کې چې د راتلونکې سرشمېرنې په اړه د افغان کلتوري ټولنو جرګې له خوا رابلل شوی و په ډېره مينه برخه واخېسته او په همدې اړه يې د يوسيمينا ر په جوړولو کې د مرستې ژمنه وکړه .


د افغان کلتوري ټولنو جرګه  د شهيد فضل الرحمن څمکني شهادت د ټول افغان ولس لپاره يوه درنه ضايعه ګڼي او له امله يې د ارواښاد کورنۍ او ټولو ملي کړيو ته د تسليت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی .





د پکتيا وژل شوئ استازی فضل الرحمن څمکنى

د پكتيا د والي د خواخوږۍ پيغام


په ډيره خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه كړ چې د تېرې ورځې په شرميدلې پيښه كې د پكتيا ولايت دوه تنه د ملت استازې فضل الرحمن څمكنۍ او داوود ځاځۍ ټپيان شول چې وروسته د هغو ټپونو له امله فضل الرحمن څمكنۍ ومړ.


مونږ د فضل الرحمن څمكنې مړينه يوه نه هيريدونكې ضايعه دګران هيواد افغانستان او په ځانګړې توګه د لوي پكتيا لپاره بولو ، ده ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د پاك رب له دربار څخه د جميل صبر غوښتونكې يو.


اناالله و انا اليه راجعون


الحاج جمعه خان همدرد


سلا كار وزير او  دپكتيا والي