ګڼو زده کوونکو د کوکنارو نېښ وهلو ته مخه کړې ده

د لراوبر اداره | اپریل 28th, 2008


په هلمند کې ګڼو زده کوونکو د ښوونځي پر ځاى د کوکنارو نېښ وهلو ته مخه کړې، هلمند ولايت ته هر کال د کوکنارو د کښتونو ټولولو پر مهال ګڼ کسان د مزدورۍ لپاره راځي .


د هلمندولايت دمرکز لښکرګاه د يوشمير ښوونځيو ټولګي د پخوا په څېر له زده کوونکو ډک نه ښکاري، دلښکرګاه ښآريان شکايت کوي چي دښونځيو زده کوونکو او يوشمېر ښوونکو دکوکنارو دنيښ وهلو لپاره شا و خوا ولسواليو ته مخه کړې ده.


هلمند : د کوکنار کښت - د هجران راپور


دهلمند والي  محمد ګلاب منګل چي خپله دمرکزلښکرګاه ښوونځيوته تللى او دښونځيو حالت يي له نږدي کتلى ، داخبره مني چي ګواکي په هلمند کي دزده كړي په وړاندي خنډونه سته ،هغه داخبره رد کړه چي د ښوونځيوټول زده کوونکي نيښونو ته تللې دې .


هلمند ولايت د ټول افغانستان په کچه هر کال ډېر کوکنار توليدوي چې سږ کال يې هم يوازې په پنځو ولسواليو کې د کوکنارو يوه اندازه کښتونه واړول شول. چې په دې ورځو کې د هلمند ولايت له ګاونډيو ولايتونو څخه خلک د کوکنارود نېښ وهلو لپاره راروان دي. چې ډېرى زده کوونکو هم نېښ وهلو ته ملا تړلې ده.


د ا په داسي حال كي ده چي  د دغه ولايت چارواكي خپله مني چي سږكال په هلمند كي په سل زره هكتاره ځمكه كي كوكنار كرل سوي دي  ، او تير كال په اويا زره هكتاره ځمكه كي كوكنار كرل سوي ول .


Copyright Larawbar 2007-2024