سوله په آیتونو کې- دوهمه برخه

د لراوبر اداره | مارچ 5th, 2013


سوله په آیتونو کې د هغه اثر نوم دی چې ګل آغا احمدي وردګ تازه لیکلی، اوس مهال
د چاپ په مرحله کې قرار لري او د ۱۳۹۲ کال د مخه به انشاالله له چاپ څخه راووزي. د
دې لپاره چې زموږ ګران لوستونکي د دې نوي کتاب له محتویاتو څخه د انټرنیټ له لارې
هم ګټه پورته کړي نو ضروري و ګڼل شوه چې د همدې کتاب یوه یوه برخه به د لروبر پښتو
بریښناپاڼې له لارې د مینه والو د مطالعې لپاره وړاندې کیږي.


په قرآن کریم کې د صلح الفاظ


د هغه ستر اهمیت له مخې، چې  سوله یې د الهي رحم او کرم په ملتیا په ټولنه
کې تر سره کوي، د سولې لفظ د صلح په صیغې سره ۱۶۹ ځلې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی،
الصالحات په ټولیزه توګه ۶۲ ځلې ذکر شوی، چې  ۵۳ ځلې یې له ایمان سره یو ځای
خو ۹ ځلې په داسې شکل ذکر شوی دی، چې د ایمان کلیمه ورسره یو ځای نه ده راغلې.


د صالحاً لفظ په قرآن کریم کې ۳۰ ځلې، د صالحین لفظ ۲۳ ځلې، د صالحون لفظ ۳ ځلې،
د اصلح لفظ ۲۰ ځلې، د صالح لفظ ۹ ځلې، د صلح لفظ مفرد یا جمع لفظ ۱۲ ځلې او د صلح
لفظ، چې د اصلاح په مانا دی ۷ ځلې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی.


د کتاب د محتویاتو څرنګوالی


د قرآن کریم په زیاتو آیتونو کې د سولې، ورورګلوۍ، یووالي، ښه ژوند او د فساد د
مخنیوي یادونه شوې ده او د ګڼ شمېر آیتونو متن، چې له الهي ارشاداتو څخه یې سرچینه
اخیستې، ورته مطالب د انسانانو مخې ته ږدي.


په دې ځای کې به د قرآن کریم ځینې آیتونه د هغو له پښتو ژباړې سره یوځای د ګرانو
لوستونکو د مطالعې لپاره په داسې ډول وړاندې شي، چې د هر آیت شریف مضمون به یو
ځانګړی عنوان او مطلب له ځان سره و لري او دا پایله موږ ته په لاس را کوي، چې لوی
خدای (ج) سوله، سوله ایز ژوند او روغه جوړه څومره د مسلمانانو په ژوند کې مهمه ګڼلې
ده.


 د سولې راز او پټې خبرې


د مصلحینو په وسیله د سولې د دواړو اړخونو تر منځ د سولې په اړوند پټې خبرې او
مشوره روا ده او تر هغه، چې سوله د عمل ډګر ته نه وي راوتلې او په ښکاره توګه یې د
اعلان وخت نه وي را رسېدلی نو ښه خبره ده، چې دغه خبرې د پټو دروازو تر شا و شي څو
د سولې د تړون ریښتینولي، موثریت او دوام له ځان سره و لري، د دو اړخونو تر منځ
بېلتون پالو، شیطانانو او چغلي ګرو اشخاصو ته د سولې د خبرو د ماتولو فرصت په لاس
ور نه شي. همدارنګه د سولې مذاکرات په داسې ډول تر سره شي، چې د عدل پر بنسټ ولاړ
وي، دواړو لوریو ته د منلو وړ او هېڅ لوری پکې ضرر و نه ویني.


 خدای (ج) فرمایلي دي: (لا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا
مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَه أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاس) النساء، ۱۱۴
آیت


ژباړه: په ډېرو پټو مشورو کې خیر نشته، مګر هغه مشوره، چې په صدقه ورکولو، نېک
کار او سولې باندې امر کوي.


ورورګلوي او د سولې الهي امر


مسلمانان د یو بل وروڼه دي، باید د وروڼو په څیر له یو بل سره ژوند وکړي، د
وروڼو په څیر له یو بل سره د ژوند په هراړخیزو چارو کې چلند او په ټولنه کې د وروڼو
په څیر  له یو بل سره د راکړې ورکړې زمینه برابره کړي. همدارنګه د مومنانو تر
منځ سوله الهي امر دی کله، چې د دوی تر منځ خپګان، نزاع، اختلاف، لانجه جګړه او یا
تاوتریخوالی پيښیږي نو باید، چې تر منځ یې سوله و شي او خپلمنځي مناسبات یې دوستانه
شي.


خدای (ج) فرمایلي دي: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ
أَخَوَيْكُمْ) الحجرات، ۱۰ آیت


ژباړه: په تحقیق سره مومنان خو یو دبل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې
مناسبات سم او سوله وکړئ.


خپلمنځي اصلاح او تقوی


خدای پاک (ج) مسلمانانو ته د خپلمنځي اصلاح او تقوی امر کړی دی څو په دې وسیله
په خپله ټولنه کې د جګړو د تورتم ځای د سولې روښنايي او د ګناهونو ځای د رحمت او
عبادت په وړانګو ډک کړي.


خدای (ج) فرمایلي دي: فَاتَّقُوا الله (ج) وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ)
الأنفال، ۱ آیت


ژباړه: له الله (ج) تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکې د سولې په وسیله سمې
کړئ.


 


دوهمه برخه :


د مصلح لپاره لوی اجر


د جنجال د دواړو غاړو تر منځ مصلح یا سوله کوونکی شخص ته د خدای (ج) له لوري د
لوی اجر وعده ورکړل شوې ده البته په هغه صورت کې، چې د سولې کولو نیت او عمل یې د
خدای (ج) د رضا لپاره وي.


خدای (ج) فرمایلي دي: ( وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ الله
فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً) النساء، ۱۱۴ آیت


ژباړه: او څوک، چې د الله (ج) د خوشالولو په خاطر داسې ( د سولې په لاره کې هڅه)
وکړي هغه ته به موږ لوی ثواب ور په برخه کړو.


سوله ښه ده


سوله د کورنۍ له چاپیریال څخه نیولې د هېواد، ټولنې او نړۍ په کچه د ګړو تر منځ
غوره کار، خیر، ښېګڼه، د ژوند نېکمرغي، د پرمختګ لاره او داسې روښانه جوهر دی، چې د
انسانانو ژوند ته خوښي، ښکلا او هر اړخیز سمون بخښي. له سولې پرته ژوند له
اختلافاتو او تورتم څخه ډک وي او د ټولنې وګړي د ډول ډول بدمرغیو سره مخامخ کوي او
په ټولنه کې خدای مه کړه د هراړخیزې بدمرغۍ سبب کیږي.


خدای (ج) فرمایلي دي: (وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزاً أَوْ
إِعْرَاضاً فَلا جُنَاحَ عَلَيهِمَا أَنْ يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحاً
وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ) النساء، ۱۲۸ آیت


ژباړه: کله، چې کومه ښځه د خپل مېړه له ناوړه چلند یا مخ اړونې څخه په وېره کې
وي؛ نو هېڅ باک نشته که مېړه او مېرمن ( د حقونو پر کمولو یا زیاتولو ) په خپلو
منځونو کې روغه جوړه وکړي، روغه جوړه په هر حال ډېره ښه ده.


غوره فیصله کوونکی


الله (ج) پاک د انسانانو خالق، د انسانانو روزنکی او د انسانانو پالونکی دی، چې
انسانان نېکې لارې ته را بولي او د دوی د ژوند د نېکمرغۍ لپاره یې وخت پر وخت خپل
استازي انسانانو ته را استولي دي. نو مومن انسانان په دې باور لري، چې له الله (ج)
پرته غوره فیصله کوونکی نشته او الله (ج) مومنان سولې ته رابللي او سوله یې د ژوند
په چارو کې تر ټولو غوره زیور او د خوشحاله ژوند جوهر بللې ده.


خدای (ج) فرمایلي دي: ( وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ الله (ج) حُكْماً لِقَوْمٍ
يُوقِنُونَ) المائدة، ۵۰ آیت


ژباړه: په داسې حال کې کوم خلک، چې پر الله (ج) باور لري د هغو په نزد له الله
(ج) څخه بل غوره فیصله کوونکی هېڅ نشته.


کورني اصلاحات د ټولنیزو اصلاحاتو بنسټ


دا، چې د یوې ښځې او خاوند، د یوې کورنۍ او د یوه کوچني تشکیل د افرادو تر منځ
سوله راوستل شي او د ژوند فضا سوله ایزه شي نو هلته موجود افراد د سالمې روزنې په
زیور سمبال او بیا له همدغو افرادو څخه ټولنه، هېواد او نړۍ تشکیل کیږي. نو له همدې
کبله ستر پروردګار فرمایلي دي، چې سوله له تاوتریخوالي او جګړې څخه غوره ده.


خدای (ج) فرمایلي دي:﴿فلا جُنَاْحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا
صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُواْ
وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ الله كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا﴾ سورة النساء، ۱۲۸
آیت.


ژباړه: نو هېڅ باک نشته که مېړه او مېرمن ( د حقونو پر کمولو زیاتولو ) په خپلو
منځونو کې روغه جوړه وکړي. روغه جوړه په هر حال ډېره ښه ده. نفس د زړه تنګۍ خواته
ډېر ژر میلان کوي، خو که تاسې د احسان له لارې چلن وکړئ او له خدایه ووېرېږئ؛ نو
باور ولرئ، چې الله (ج) ستاسې له دې ډول کړو وړو ښه باخبره دي.


د ایمان نښه


د جنجال او تاوتریخوالي دوو اړخونو تر منځ سوله راوستل د تقوی، الهي او نبوي
اطاعت سره یو ځای د ایمان ستره نښه ګڼل کیږي، چې ستر پرودګار یې په خپل عظیم کتاب
کې په وار وار سره یادونه او ټینګار کړی دی.


خدای (ج) فرمایلي دي:﴿ فَاتَّقُواْ الله (ج) وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ
وَأَطِيعُواْ الله وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾ سورة الأنفال، ۱ آیت


ژباړه: له الله (ج) تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکې سمې کړئ او د الله (ج)
او د هغه د پیغمبر (ص) اطاعت وکړئ که تاسو مومنان یاست.


د خپل توان پر بنسټ سوله


الله (ج) پاک هر انسان د خپل توان پر بنسټ مکلف کړی دی، چې د سولې په لاره کې
هڅې وکړي، له لوی الله (ج) څخه توفیق و غواړي او د نېکۍ په هر کار کې د هغه سپېځلي
ذات مهربانه دربار ته مراجعه وکړي.


خدای (ج) فرمایلي دي:﴿ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا
تَوْفِيقِي إِلاَّ بِالله (ج) عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴾ سورة هود،
۸۸ آیت


ژباړه: زه خو اصلاح کول غواړم ترڅو پورې مې، چې وس ورسېږي او زه، چې د څه شي
سرته رسول غواړم هغه ټول د الله (ج) په توفیق پورې منحصر دي، ما پر همغه ذات توکل
کړیدی او په هره معامله کې د هغه لوري ته رجوع کوم.


د مصلحینو اجر


د هغو مصلحینو اجر د خدای (ج) په نزد ثابت دی، همیشنۍ بڼه لري او هېڅکله به ضایع
نه شي، چې د خدای په کتاب یې منګولې لګولې وي، د همدې کتاب د سپېځلو ارشاداتو مطابق
یې خپل عمل برابر کړی وي، لمونځ او نېک کارونه کوي او د وګړو د اصلاح په لاره کې یې
هڅې د خپل ژوند له موخو څخه ګڼلې وي.


خدای (ج) فرمایلي دي:﴿وَالَّذِينَ يُمَسَّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُواْ
الصَّلاَةَ إِنَّا لاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ﴾ سورة الأعراف، ۱۷۰ آیت


ژباړه: کوم کسان، چې پر کتاب (قرآن) عمل کوي او لمونځ يې قایم کړی دی، دا یقیني
ده، چې د داسې ښو خلکو اجر به موږ ضاېع نکړو.


هراړخیز اسلام او هراړخیزه سوله


د لاندې آیت شریف د سپېځلي متن په هکله ځینو پوهانو او علماوو ویلي دي، چې که
چیرې سین په فتحه یا زور سره تلفظ شي نو د سولې مانا ورکوي او که چیرې سین په کسره
یا زیر سره تلفظ سي نو د اسلام مانا ورکوي. خو زیاتره اسلامي پوهان او مفسرین په دې
نظر دي، چې د دې لفظ څخه دواړې ماناوې مراد دي، چې له اسلام او سولې څخه عبارت دي.
نو خوښي په هراړخیز اسلام او هراړخیزه سوله کې ده او خدای پاک خپلو بندګانو ته امر
کړی دی، چې د اسلام او سولې په هر اړخیزه دایره کې د ننه د خپل نېکمرغه ژوند چارې
برابرې کړی. همدارنګه د ستر پروردګار د سپيڅلو ارشاداتو سره سم د خپل ځان، خپل کور،
خپلې ټولنې، خپل هېواد، خپلې سیمې، خپل ګاونډ، خپلو اعمالو او افعالو سلسله برابره
کړی څو د دنیوي ژوند بریا او د اخروي ژوند نیکمرغي مو په برخه شي. په همدې توګه
هېڅکله د شیطان په کږلیچونو کې خپل ځان د لویدو زمینه مه برابروی، په غلطه لاره مه
ځی ځکه، چې شیطان ستاسو ښکاره غلیم دی.


لوی خدای (ج) فرمایلي دي: (يأيها الذين آمنوا ادخلوا في السلم كافه ولا تتبعوا
خطوات الشيطان إنه لكم عدو مبين)  البقرة، ۲۰۸ آیت


ژباړه: ای مومنانو! تاسې په هر اړخیز ډول په اسلام کې ننوځئ او د شیطان پیروي مه
کوئ، ځکه، چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
نور بيا

Copyright Larawbar 2007-2024