شپنې خپلسرو عملیاتو، ملکې وګړي تیښتې ته اړکړی

د لراوبر اداره | مارچ 4th, 2013


د کندوز چاردری ولسوالۍ لسګونوقومې مشرانو اوسپین ږیرو د یوې احتجاجې
غونډی په ترڅ کې چې د یاد ولایت ولایتې شوراء دفترپه انګړکې راټول
شوي وو، د چادری عمرخیلوپه کلۍ کې دافغان اوبهرنیوځواکونوتیري شپې ګډ عملیات
په سختوټکوغندنې ترڅنګ، ویلې که چیری دولت خپلسرۍ شپنې عملیاتو مخه ونه
نیسئ نو دوی به له دولت سره هرډول همکارۍ بنده کړي اوله سېمې به ګډی
بارکړئ.
د چادری عمرخیلوقومې مشرارباب شرین ځدران ويي ویل تیره شپه د
ګډوعملیاتوپه ترڅنګ ۵ تنه ولسې وګړی چې دهغه په وینا خپلې کرنیزی چاری يي
پرمخ بېولې اوله هیچا سره يي اړیکې نه درلودی دعملیاتووورسته بهرنیانو له ځانه سره وړئ، اوکری شپه يي
پرولسې وګړوچې له هیچا سره اړیکه نلرئ عملیات ترسره کړئ، ځدران د تیری شپې
چاپې اوعملیاتو په اړه خپلوڅرګندونو کې زیاته کړه (( دیادو عملیاتوپه اړه مود کندوز سمیه
ییزوچارواکوسره خبرې وکړئ خوهغوي له عملیاتوناخبري ښيي، دالومړۍ ځل نده
له مرکزی دولت نه غواړوچې خپلسرۍ عملیات ژرترژره بندکړی ))

په کندوز کې د سولې عالې شوراء ریس حاجی اسدالله عمرخیل هم ورته عملیات غندی او وایي ددغه ولایت ولسې وګړو وژنه او زورونه کې دولایت نه بهرکړی اولاسونه کارکوی.

په ورته وخت کې ۵۲ کلن حاجې عزیزالله د چاپرکور چې تیره شپه عملیات ترسره
شوي وايي دعملیاتوپه ترڅ کې يي د کورنۍ ۵ تنه غړۍ بهرنیانوله
ځانه سره وړی چې په اړه يي مالومات نلری نوموړی وايي وروڼه يي بی ګناه وو
اوپخپلومزدریو اخته وو هغه وايي (( زما د کورنۍ ۵ غړۍ يي بیولې،دری مې میره
وروڼه،یومې زوی اوبل خورین دی ،ځوي مې ۶میاشتې په باګرام کې پرته له کوم جرم نه زندانۍ
وویوکال کیده چې راخوشي شوي وودغه دی بیا ېې له ځانه سره بیولې نورزه نه پوهیږم چې څومره وخت به زندان تورو تنبوشاته په نامعلوم برخلیک کې پروت وی ))

ګاونډی مې پوهیږی چې زه اوزما دکورنۍ غړۍ دهیچاسره اړیکې نلرو)) )) عزیزالله وایی ،ټول

همدغه راز نوموړی وايي دعملیاتوپه ترڅ کې ېې ماته هم توره کڅوړه راغوستې
وه خو وروسته يي زه پریښودم زه نه پوهیدم چې جرم می څه دی.

بل لورته د زاخیلوکلۍ د سمه ییزومنازعاتو حل شوراء رئیس حاجې صادق نور
وايي که چیری دولت د خپلسرو شپنیوعملیاتوچې د ناسمواستخباراتې
مالوماتوپربنسټ ترسره کیږي مخه ونه نیسئ نوښايي چې سیمه به یوځل بیا
دناامنیوښکارشي نوموړی وايې (( دالومړی ځل ندی
چې بهرنیان په یاد ولایت کې خپلسرۍ عملیات ترسره کوي ،له دی وړاندی يي په
قلعه ذال ولسوالۍ کې بیګناه ملکی وګړۍ ووژل ))

دعمرخیلوقومې مشرانود شپنیوعملیاتو په اړه اندیښنې اوغوښتنې مود کندوز
ولایتې شورا منشی مولوی خوش محمدمخې ته کیښودی نوموړی په مرکزی دولت
غږوکړ چې دتکراري بې مورده ناسمواستخباراتې مالوماتوپربنسټ شپنې عملیات
دی ژرترژره ودروی، خوش محمد زیاته کړه ورته پیښې په کندوزکې ترپخوا
زیاتې شوی چې د یاد ولایت خلکواندیښنې اونهيلې ېې زیاتې کړی اورسره یی دخلکو اودولت ترمنځ واټن رامنځته کړی ، اوسیمه يي
چې په وروستیوکې چې نسبې کراره وه یوځل بیا بهرنیانوله ناامنیوسره مخ کړیده
همدغه راز د کندوز یوشمیر سیمه ییزچارواکې هم د تیرې شپې عملیاتوپه اړه
ناخبری څرګندوي
د کندوز والی محمد انورجګدلک څه موده وړاندی رسنیوسره په مرکه کی ويلی ووډیری عملیات بهرنی ځواکونه ترسره کوی چی په اړه له دوی سره مالومات نه شریکوی، والی وایی بلخ ولایت ته دخپل وروستی سفرپه ترڅ د ۳۰۳ پامیرزون له قوماندان جنرال بابه جان سره یی د کندوز ولایت د ورستیودوه پیښوچې ولسې وګړیوته په کې مرګ ژوبله واوښته د پلاروی اوڅیړنې غوښتنه کړیده.

داپه داسې حال کې ده چې تراوسه په کندوزکې میشت بهرنیوځواکونوددغوعملیاتو
په اړه څه ندی ویلې
په تیره یوه میاشت کې په ورته پیښوکې زیاتوالې راغلې څه موده وړاندی په
قلعه ذال ولسوالۍ کې په هوايي بمباردکې دوه تنه ولسۍ وګړي چې د سیمې
اوسیدونکیوپه وینا بزګران وو ووژل شول، وروستیونا امنیو دیاد ولایت
اوسیدونکې په تیره بیا دولسوالیواولیری پرتوسیمواوسیدونکې سخت انديښمن
کړیدی دغه اوسیدونکې وايي د پسرلې په رارسیدوډیری وختونه د کرنې په موخه
داوبولګولوپسې دویری وتلې نشي چې ګنې الوتکې به يي په نښه اوژوند به ځنې
واخلې چې دغې چارې ډیری خلک پریشانه، نهیلې اوژوندچارې یی سختې کړیدي.

Copyright Larawbar 2007-2024