کور / سياسي / تېر يادونه – د احسان الله آرينزي ليکنه

تېر يادونه – د احسان الله آرينزي ليکنه

د هغو وختونو ياد دې بيا تكرار نه شي، چې په كابل كې د اوسنيو ځينو مليشو، پاټكيانو او جنګي مجرمينو په شان، دوه – درې تسليمي قوماندانان او د دوى قانون ماتونكي او ياغي باغي مليشې ځاى په ځاى شوې و. چېرته به چې د دې كسانو اډې وې او يا به كومه ډلګۍ اوسيدله، شاوخوا ګاونډيانو به كورونه پريښودل او د خپل ځان، عزت او ناموس د خونديتابه له پاره به بل ځاى ته كډه كيدل او يا به يې د خپل كوم خپلوان يا ملګري كور ته پناه وړه.

تا به ويل، چې له ځنګل څخه يو څو ځناور راغلي او د خلكو د استوګنې په سيمو كې دېره شوي دي؛ ځكه به عادي انسانان تښتيدل او ځانونه به يې خوندي ځايونو ته رسول!

يو په دې كسانو كې د هېواد د جنوبي سيمېو يو نامتو قوماندان و، چې خلكو به پاچا باله او د وخت د امنيت وزارت په نشو كې ډوب كړى او شپه او ورځ بې حاله و. وايي، چې پاچا صيب به د ټنګ ټكور محفلونه هم خوښول او دا يې هم پيرزو وه، چې د دې هېواد د څو بېوزله مسلمانانو خويندې – لوڼې دې هلته وناڅي او د ده د شرابو پيالې ډكې وساتي!

د راوي له قوله پاچا صيب به د شرابو په نشه كې ډېر سخي شو او هغه پيسې به يې بې حسابه لګولې چې د امنيت وزارت له لارې په موټر كې، نوي ښار ته د ده د كور تلخونې(تهكاو) ته وړل كيدې. د وخت د امنيت وزارت پيسو هيڅ حساب كتاب نه درلود او د اوپراتيفي لګښتونو په نامه به په شاخيو باديدې!

پاچا د خپلې پاچايۍ په كلونو كې د كابل د نوي ښار د حاجې فيض محمد په څلور لاري كې اوسيده. د ده كور د وخت له لويو او ښايسته ودانيو څخه و. د پاچا په كور كې د ده د خپلو ايله جاريو(مليشو) يوې ډلې پيره كوله. ښكاره خبره ده چې دولتي سرتېرو د پاچا د كور د پلټلو حق او وس نه درلود. دا نو هغه وخت و چې د داكتر نجيب الله د غلطو تګلارو له مخې دولتي حاكميت، ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت د سيمه ييزه پوځي ټولګيو او وسله والو مليشو په ګټه كمزورى كيدل؛ ۵۳ فرقه غښتلې كيده، د هرات تسليمي قوماندانان په كابل كې ډېريدل او هغو خونړيو مليشو ته وسلې، پيسې او وسيلې برابريدې، چې وروسته په ياغي ځواكونو بدل شول او د زرګونه عادي افغانانو د وژلو تر څنګ يې د ډاكتر نجيب واكمنۍ ته هم د پاى ټكې كيښود او هېواد يې له هسې ناورينونو سره مخ كړ، چې اوس يې (نيمه نړۍ) په حل كې پاته راغلې ده!

په هر صورت غواړم د راوي له قوله د هغه پوليس سرتېري كيسه تاسو ته وليكم، چې د پاچا د سخاوت په تمه، د خپل يوه ملګري په مرسته، د پاچا د شراب او شباب او كباب او رباب محفل ته رسيدلى او چېرته په كومه ګوښه كې غلى ناست و. وايي، چې دې سرتېري اوريدلي و چې كه څوك ځان پاچا ته د ده د نشې او مستۍ په وخت كې ورسوي او خپلې ستونزې د اعليحضرت تر غوږونو ورسوي؛ نو پاچا د كڅوړې خوله پرانزي او د ختيځو هېوادونو د پخوانيو پاچايانو په څېر، د مداح شاعر يا سوالګر سړي خوله په سرو او سپينو ډكوي او بې شماره بښل كوي!

كه خبره رالنډه كړو؛ راوي ويل، چې هغه وخت چې نڅاګرې او سازيان ستړي شول او د پاچا سترګې هم پټې – پټې كېدې سرتېري ځان ورورساوه، پښو ته يې ټيټ شو او په يوه ساه يې څو داسې جملې تكرار كړې، چې د ده په بېوزليتوب او بېوسۍ يې دلالت كاوه او په پاې كې يې وويل، اوريدلې مې دي چې په خوارانو ډېر مهربانه سړي يي. يقين وكړه چې اولادونه مې وږي، نهر او ښځه مې په روغتون كې د مرګ او ژوند په پوله ولاړه ده او ډېر بېوسه، بېوزله، خوار او زار او د ترحم وړ سړى يم!

وايي چې يو ځلې پاچا حاضرينو ته د تګ امر وكړ او مليشو ته يې چيغه كړه، چې وهئ يې دا د سپي بچى، په كنداغونو او سوكانو چې د اوسني (چور) په وخت كې لا هم نهر پاته دى او ښځه يې دارو نه لري!

وايي چې د پاچا مليشې د اسمانى بلاوو په څېر په سرتېري نازلې شوې او د سترګو په رپ كې يې د روغتون، داكتر او پلستر وړ وګرځاوه!

راوي وايي چې پاچا په تګ – تګ كې دا جلمه تكراروله، چې دا د سپي زوى د (چور) په اوسنيو ورځو كې لا وږى پاته دى او له ما څخه مرسته غواړي!!

كيسه دلته پاى ته ورسيده.

تاسو ګرانو لوستونكيو دا خبره ولوسته چې د نجيب الله د واكمنۍ يوه تسليمي قوماندان، هغو ورځو شپو ته د (چور) ورځې ويلې، چې خلك يې اوس له ناچارۍ د قانون د حاكميت دوران بولي!؟

كه خداى بښلي پاچا ژوندى واى او د خپلو تنظيمي انډيوالانو د واكمنۍ موده يې په سترګو ليدلې او يا يې د لويديځې ولسواكۍ په مياشتو – كلونو كې د خپلو ملګرو او مليشو (چور) عملاً ليدلي يا اوريدلى واى، له ځان سره به يې ويلي واى، چې بابا (چور) خو دغه دى، موږ هسې ځانونه غولول. څو بوجيو پيسو ته به ناست وو، چې امنيت يې راوليږي او مزې پرې وكړو. نه بابا هغه (چور) نه و. (چور) دغه دى، چې نه شخصي شتمنۍ پېژني، نه عامه او نه دولتي. د سلګونو مليونو دالرو غلاوې وشوې او په مليونونو جريبه ځمكې غضب شوي؛ خو مرتكبين يې سرې سترګې ګرځي او له خلكو لا باج غواړي، چې موږ تاسو ته اّزادي راوړې ده؛ نور څه غواړﺉ!؟ چې موږ يې ولرو، لكه تاسې يې چې ولرﺉ. ټول مسلمانان وروڼه دي، څه پروا لري؟!