په شمالي وزيرستان کې خبريال ملک ممتاز ووژل سو.
د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې وسله والو خبريال ملک ممتاز په ډزو وژلى. چې ورسره په قبايلي سيموکې د وژل سويو خبريالانو شمېر ديارلس ته ورسېدى.
دولتي چارواکي وايي، چې د چارشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې ناڅرګنده وسله والو ځايي خبريال ملک ممتاز په ډزو وژلى دى. چارواکي زياتوي چې ملک ممتاز په ميرانشاه کې د فاتحې په مراسمو کې له ګډون وروسته کور ته روان وو، چې له چشمه پل نومي ځاى سره ورباندي وسله والو ډزي وکړې او نوموړى يې ځاى پر ځاى ووژلى.
ممتاز په دې وروستيو کې د مېرانشاه مطبوعاتي کلب مشر ټاکل سوى وو او له شخصي اردو تلويزون جيونيوز، پښتو تلويزون خيبرنيوز، اردو ژبې ورځپاڼې جنګ او انګلېسي ورځپاڼو دي نيوز او ډيلي ټايمز سره يې کار کولى.
په قبايلي سيمو کې ملک ممتاز ديارلسم خبريال دى، چې د وسله والو له خوا وژل کېږي، تر دې وړاندي په شمالي وزيرستان کې دوه نورخبريالان حيات الله او شفيع الله هم دوسله والو له خوا وژل سوي وو. د نوموړي د وژنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى، خو په قبايلي سيمو کې د زياتره خبريالانو د وژل کېدو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې وه.
د شمالي وزيرستان خبريالانو بيا د پېښي پر ضد شپږ ورځنى وير اعلان کړى دى.
په پاکستان کې د ژورناليستانو اتحاديو د ملک ممتاز وژنه په کلکه غندلې او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې ده، چې د نوموړي قاتلين دي ونيسي او د قانون منګولو ته دي وسپاري.
http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail