کور / تازه خبرونه / په سوات کي بمباريو ۳۳ کسان وژلي دي

په سوات کي بمباريو ۳۳ کسان وژلي دي

پاکستاني پوځ له خوا په خپرې سوي خبرپاڼه کي خبر ورکړی دی چي تيره شپه يې په سوات کي د پاکستاني دولت د مخالفو وسله والو طالبانو پر پټنځايونو بمبارۍ کړي او 33 تنه وسله وال طالبان يې وژلي دي ، تر دې مخکي هم په سوات کي د وسله والو طالبانو او پاکستاني دولت تر منځ جګړې سوي دي چي زيات شمېر سيمه ايز وګړي يې ژوبل او وژلي دي ، په يادو سوو جګړو کي زيات شمېر اوسيدونکي کډه کولو ته مجبوره سوي دي .